د مهاجرو او ښې اړخو ترمنځ تاوتریخوالی
۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبهد اسوشیتډ پرس خبري اژانس په حواله د باوتڅن ښار د پوليسو ویاند توماس کناوپ، ویلي دي چې تیره شپه (چهارشنبه د سپټمبر۱۴) د ۸۰ په شاوخوا کې ښې اړخو آلمانانو او له ۱۵ څخه تر ۲۰ تنو مهاجرو(هغه چې قانوني سن ته نه دي رسیدلي) تر منځ شخړه رامنځته شوی وه.
کله چې پوليسو د دواړو ډلو د جلا کولو هڅه وکړه، څو تنو مهاجرو پوليس په بوتلونو وویشتل. ویل کیږي چې ښې اړخو المانانو د مهاجرو ضد شعارونه ورکول او هڅه یې کوله چې مهاجر د دوی د کمپونو پر لور تمبه کړي. وروسته بیا څو تنو مظاهره کونکو د تیږو په ویشتلو سره د مهاجرو کمپ ته د هغه امبولانس د ورتګ مخه ونیوله چې ټاکل شوی وه یو مهاجر روغتون ته ولیږدوي.
د شپيګل آلمانۍ ورځپاڼې په حواله د دواړو ډلو تر منځ یو بل ته تر سپکو سپورو ویلو وروسته اخ و ډب هم رامنځته شوی وو. ورځپاڼه وړاندی لیکي چې په تیرو څو میاشتو کې په دغه سیمه کې دې ته ورته پيښې ډیرې شوي دي.
د آلماني رسنیو په حواله د سه شنبې په ورځ د دغې سیمې یو ۳۲ کلن اوسیدونکی د یوه مهاجر له خوا د بوتل غورځونې له امله ټپي شوی هم وو.
همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د باوتڅن د پولیسو مشر اوی کِلڅ، د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي دي چې دغو مهاجرو ښې اړخي مظاهره کونکي په تيږو او بوتلونو وویشتل.
سربیره پر دې د تیرې جمعې په ورځ هم د یوه ځوان مهاجر له خوا تاوتریخوالی پیل شو. اوس د باوتڅن ښار سیمه ېېز مسئولین غواړي چې په دغه ښار کې پر نږدې ۳۰ تنه اوسیدونکو مهاجرو د الکهول څکلو او د ماښام تر ۷ بجو وروسته بهر ګرځیدو بندیز ولګوي.
پولیسو د سیمې امنیت ته ګواښ پيښونکو او د پيښې د عاملينو د نیولو له پاره هڅې پیل کړي دي. د باوتڅن، د پوليسو د مشر استازي وویل چې په اوس وخت کې د ویډیوي موادو څیړنه جریان لري. په دې ترڅ کې ډیر شمیر شکمن کسان هم نیول شوي دي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې پولیسو لا د پخوا نه پيژندل.