1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت ژوند په آلمان کې - دریمه برخه: ښوونځی او زدکړې

۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبه

له ۲۰۱۵ کال راهیسې په سونو زره ماشومان او تنکي ځوانان آلمان ته مهاجر شوي. دوي د تعليم له حق څخه برخمن دي خو آيا په دې برخه کې د دوي اړتياو ته په آلماني ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمې بنسټونو کې پوره رسيدګې شوې ده؟

https://p.dw.com/p/2eX1Y
Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: picture alliance/dpa/Sputnik/I. Zarembo

په بن ښار کې د ښوونځي مديره زيبله کیلمينت خوشبينه ده. هغه وايي: «ځينې ماشومان يوازې د څو اوونيو په ترڅ کې بريالي شوي چې په آلمانۍ ژبه افهام او تفهيم وکړي، سربيره پر دې چې په لومړيو کې يې نه شوای کولای چې آلماني خبرې وکړي».

د هغې په ښوونځي کې اوس مهال ۲۵ مهاجر ماشومان زدکړې کوي. د دغو مهاجرو ماشومانو ملاتړ د بن پوهنتون د «آلماني د دويمې ژبې په توګه» پوهنځي د محصلينو له خوا کيږي. خپله زده کونکي هم په خپلو کې مرستې کوي. رضاکاره مرستندويان هم په دې برخه کې فعاله دي. خو ميرمن کیلمينت وايي چې هغې اضافي ښوونکي نه دي ترلاسه کړي، خو سربيره پر دې له حالاتو راضي ده. هغه وايي: «زه نه غواړم شکایت وکړم».

د دې اندازه نه لګول کيږي چې په دقيقه توګه به په وروستيو درو کلونو کې آلمان ته په څه شمیر کې ماشومان مهاجر شوي وي. د مهاجرو د راجستر سيستم « ايزي» (EASY) اصولن عمر نه مشخصوي. د آلمان د مهاجرت ادارې د رپوټ پر اساس، د ۲۰۱۵ کال جنوري څخه د ۲۰۱۶ کال تر دسامبر مياشتې د شاوخوا ۳۰۰ زره مهاجرو چې عمرونه يې له اتلسو کم دي، د پناه غوښتونکو په توګه حساب شوي دي. د ماشومانو او تنکي ځوانانو واقعي شميره بايد د ۲۰۱۷ کال په نيمايي کې په واضح ډول لوړه وي.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې آلمان ته په زيات شمي کې د مهاجرو راتلل، د ښوونځيو کارونه د بل هر وخت په پرتله زيات کړي دي. ځکه د آلمان د قانون له مخې پر ماشومانو د اجباري ښوونځي ويل، مهاجرو کې هم اعتبار پيدا کوي. دا ځکه چې په يو ځل د ماشومانو په شمير کې په زرونو نوي ماشومان ورزيات شول.

په همدې دليل د آلمان ايالتونو د زدکړې لپاره ډیر ځايونه رامنځ ته کړي دي. نوردراين ويستفالن ايالت تر ټولو د زيات شمير مهاجرو په لرلو، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلنو په منځ کې د زده کړي شاوخوا ۵۸۰۰ اضافي ځایونه چمتو کړل. د دغو ځايونو له ډلې څخه ۱۲۰۰ يې «آلماني خارجي ژبې په توګه» برخې ته ځانګړي شوي دي. سربيره پر دې له ۲۰۱۶ کال څخه راپديخوا، د لا ښې او موثره روزنې په موخه، شاوخوا ۳،۴ څلور ميليونه يورو عاجلې مرستې ځانکړې شوې. د نوردراين ويستفالن ايالت اټکل کوی چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ تعليمي کلونو په منځ کې به، د ۴۲ زره زده کونکي په شاوخوا کې آلمان ته مهاجر شوي دي.

په دې برخه کې په بادن - ورتنبرګ ايالت کې هم پانګونه شوې ده. په دغه ايالت کې د شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو او تنکي ځوانانو لپاره د روزنې ۱۰۰۰ نوي ځايونه جوړ شوي دي. د مسئلې د لا روښانه کيدو په موخه بايد وويل شي چې په ۲۰۱۶ کال په بادن - ورتنبرګ ايالت کې په مجموعي ډول ۸۷ زره، بايرن کې ۸۴ زره او په نوردراین وستفالن ايالت کې ۲۰۳ زره د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړل شوي دي.

Zitatebox englisch Sibylle Clement

د انتظار وختونه او د معيار کمښت
پر دغو ټولو هڅو سربيره مهاجر ماشومان تل دا نشي کولای چې راتلو سره سم ژر ښوونځيو ته ولاړ شي. په ځينو ايالتونو کې د ښوونځي اجباري کيدل د مهاجرو د پناه غوښتنې درخواست سره سم اعتبار پيدا کوي، خو په ځينو نورو ايالتونو کې دغه کار د انتظار ټاکل شوې مودې وروسته ترسره کيږي. دا په دې مانا ده چې ماشومان او ځوانان چې په موقتي هستوګنځايونو کې اوسيږي بايد تر يو څه زيات وخت انتظار وباسي ترڅو په ښوونځيو کې شامل شي. په دې ترتيب دا ډير وخت نيسې چې تر څو هغوی آلماني ژبه زده کړي.

د تعليمي چارو کارپوه ولفګانګ بوس د مهاجرت او ادغام په برخه کې الماني بنسټ باندې نيوکه کوي او وايي چې خپله د ښوونځيو وضعيت هم ښه کيدو ته اړتيا لري. ځکه، د هغه په عقيده اوسني ښوونکي اصولا په کافي اندازه روزل شوي ندي چې وشي کړای مهاجرو ماشومانو ته په سختې آلماني ژبه هغه سې چې په کار ده تدريس وکړي.

د تحصيلاتو شرايط

له اتلسو کلونو څخه زيات عمر لرونکي ځوانان ښوونځي ته د اجباري تلو له قانون څخه بهر دي. که دوي غواړي آلمان کې تحصيلاتو ته ادامې ورکړي بايد د ښوونځي د فراغت شهادتنامې ولري.

په دې برخه کې يو ښه خبر دا دی چې د آلمان د مهاجرت ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۵ زره پناه غوښتونکو څخه، اکثريتو يې د ښوونځي متوسطه دوره تکميل کړې ده چې ۶۵ سلنه برخه تشکيلوي. ۱۷ سلنه نور يې حتې د پوهنتون د فراغت اسناد هم په لاس کې لري.

خو په دې اړه بد خبر: له يو پنځمه برخه افرادو څخه چې کله د تعليم پوښتنه شوې هغوي يوازې ابتدائيه دوره وېلې او ۱۰ سلنه نور بيا اصلا ښوونځي ته ندي تللي. په ځانګړې ډول دغو افرادو ته ستونزمنه ده چې د آلمان د کار بازار ته لار پيدا کړي.

د آلمان حکومت دا تمه نلري چې ډير شمیر مهاجر دې په پوهنتونو کې داخله وکړي. د حکومت د يو رپوټ په حواله، راتلونکی کال به شاوخوا ۷۰ زره پناه غوښتونکي پوهنتون ته د ثبت نام لپاره خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي. خو د اوسيدو ځای لزوميت، په پوهنتونو کې د هغو مهاجرو د انتخاب ډير محدودوي کوم چې د ښوونځي شهادتنامې له ځانه سره لري.

Zitatebox englisch Nariman Hamchoro

مهاجر ځوانان تر ډیره د عملي کسبونو له زدکړې سره علاقه ښيي. ځکه عملي کسبونو لپاره د آلماني ژبې شرط او معيار چې د تحصيل لپاره په نظر کې نيول شوی دی، ښکته دی. د آلماني اقتصاد انستيتوت د موندنو پر اساس، په دې منځ کې ۱۰ سلنه شرکتونه دغه مهاجر استخداموي. په لويو تصديانې کې چې له ۲۵۰ تنو څخه د زياتو کارمندان لري بيا د مهاجرو رقم په کې حتی یو دريمه کې دی.

کوچنې کارخانې هم مهاجرو ته د عملي زدکړو په برخه کې روزنيز پروګرامونه برابروي. د بيلګې په توګه نريمان همچورو د بن ښار په باد ګودسبرګ سيمه کې د ښځو ايښتانو د جوړولو يا آرايش په برخه کې عملي روزنې ورکوي. هغه خپله هم د کارموندنې په برخه کې سختې تجربې لري. هغه په ۲۰۰۴ کال کې له سوريې څخه آلمان ته راغلی. هغه وايي: « د آلماني ژبې سره ښه بلديا، د ټولو ستونزو د حل کيلي ده».