1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په تړاو په کابل کي د آلمان د سفير سره ځانګړې مرکه

عبدلباري حکيم۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

په کابل کي د آلمان سفارت د پناه غوښتني په تړاو د افغانانو د پوهاوي يو کامپاين هم پېل کړ. په دې موضوع باندې په افغانستان کې د آلمان د فدرالي جمهوريت له سفير، ښاغلي مارکوز پوتسل، سره ځانګړې مرکه دلته لوستلای شئ.

https://p.dw.com/p/1H690
انځور: DW/H. Sirat

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه، په تېره آلمان له مياشتو راهيسې د مهاجرينو له لويو بهيرونو سره مخامخ دي. د نورو هېوادونو د مهاجرينو تر څنګ، په زرونو افغانان، مخصوصا ځوانان خپل هېواد پرېږدي او د اروپا په لور مخه کوي. په دې وروستيو کې د آلمان فدرالي حکومت اعلان وکړ چې هغه افغانان چې سياسي پناه يې نه منل کيږي، بېرته خپل هېواد ته ستنول کيږي. له دې سره جوخت د آلمان سفارت په کابل کې کمپاين په لاره اچولی دی څو افغانان وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او اروپا ته له تېښتې څخه ډډه وکړي.

په دغه موضوع په کابل کي د آلمان د فدرالي جمهوريت له سفير، ښاغلي مارکوز پوتسل، سره ځانګړې مرکه:

دويچه ويله: ښاغلی سفير، د دويچه ويله د افغانستان د څانګې خپرونې ته ښه راغلاست:

ځواب: مننه، زه هم په خپل وار سلام درته وايم.

دويچه ويله: اروپا ته مهاجرت، يو ځل بيا ورباندې فکر وکړئ!، تاسو له دې شعار لاندې کمپاين په افغانستان کې پيل کړی دی، ولې؟

ځواب: موږ د نومبر مياشتې له نيمايي څخه دا کمپاين شروع کوو. په مختلفو ځايونو کې بېلابېل پلاکاتونه ځړوو، په تېره بيا د کابل، مزار شريف او هرات په ښارونو کې دغه پلاکاتونه لګوو او له هغو افغانانو څخه چې غواړي خپل هېواد پرېږدي پوښتنه کوو چې آيا تاسو په دې باندې فکر کړی دی؟ آيا تاسو غواړئ چې له خپلې کورنۍ او خپل هېواد څخه لېرې واوسئ؟ تاسو رښتيا غواړئ چې خپله شتمني د يوې ناڅرګندې راتلونکې له پاره خرڅه کړئ؟ دا پوښتنې له هغه چا څخه پوښتو چې غواړي مهاجرت وکړي او اروپا، په تېره آلمان ته مخه وکړي.

دويچه ويله: د دې کمپاين جزيات څه دي او هدف يې څه دی؟

ځواب: د دې کمپاين د پلاکاتونو د نصبولو د ځايونو د انتخابولو هدف مو دا و چې د ډېرو خلکو توجه جلب کړو. له دې کبله موږ دا پلاکاتونه همداراز د پوهاوي له پاره د ټولنيزو رسنيو او انترنېټ له لارې تر پوښښ لاندې راولو. يوازې په کابل کې د آلمان د سفارت په فيسبوک پاڼه کې موږ په دې ترڅ کې څه باندې ۱۰۰۰۰۰ کتونکي لرو. په وار وار په افغانستان کې د بريدونو، قتل او جنګ د وحشتناکو انځورونو شاهدان يو. په دغسې تصويرونو سره له سړي څخه هېريږي چې د افغانستان لوی شمېر خلک خپل عادي ژوند مخ ته بيايي او خپلو ورځنيو ستونزو ته زياته اندېښنه لري نسبت امنيتي ستونزو ته، لکه دا چې څنګه د خپلې کورنۍ لپاره روزي برابره کړي.

دويچه ويله: تاسو وويل چې د دې کمپاين پلکاتونه په کابل، مزار شريف او هرات کې ځړول کيږي. آيا دا هغه خوندي ساحې دي چې له آلمان څخه ايستل شوي افغانان ورته بېرته لېږل کيږي؟

ځواب: زموږ له پاره امنيتي زونونه يعنې خوندي ځايونه مطرح نه دي. موږ غواړو چې په ټول افغانستان کې دې امنيت ښه شي.

دويچه ويله: خو په رسنيو کې له خوندي حوزو څخه خبرې کيږي چې مهاجرين بېرته ورلېږل کيږي. داسې ښارونه لکه کابل، هرات او مزار شريف تر يو حده خوندي دي. آيا تاسو دغه ښارونه خوندي حوزې بولئ؟

ځواب: موږ د خوندي زونونو په هکله خبرې نه کوو. تاسو صحيح وويل چې په لويو ښارونو او د ښارونو په مراکزو کې لکه په هرات، مزار شريف او کابل کې امنيت د اطرافو په پرتله بهتره دی. موږ تشخيص کړی دی چې له ښارونو څخه ډېري خلک اروپا او آلمان ته مخه کوي. له هغسې ښارونو څخه چې امنيت پکې نسبتا ښه دی. ځکه موږ فکر کوو چې ډېر شمېر پناه غوښتونکي د امنيتي عواملو له کبله افغانستان نه پرېږدي، بلکې د امنيتي وضعيت له کبله.

دويچه ويله: کله چې اخراج شوي افغانان خپل وطن ته بېرته ستنيږي، نو د هغوی لپاره تاسو د بيا ادغام کوم پروګرامونه په نظر کې نيولي دي؟

ځواب: د۴۰ سلنه پناه غوښتونکو د پناه تقاضا په آلمان کې منل کيږي. څوک چې نه شي کولای ثابته کړي چې تر تعقيب لاندې دی، خپل هېواد ته بېرته لېږل کيږي. دا د آلمان له قوانينو او نړيوالو حقوقو سره سمون لري چې هېوادونه مکلف دي خپل اتباع او وګړي بېرته ومني. افغانستان سږ کال څه نا څه ۱۰۰۰۰۰ بېرته ستانه شوي افغانان له پاکستان او ايران څخه مني. له ۲۰۰۱ کال راهيسې يو څو ميليونه خلک بېرته ستانه شوي دي. دا د افغانستان دپاره لويه ننګونه ده. موږ په دې پوهيږو او د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوو او له هغو خلکو سره مرسته کوو چې له ايران او پاکستان څخه بېرته ستنيږي.

دويچه ويله: ښاغلی سفير، هغه افغانان چې له آلمان څخه ايستل کيږي، د هغوی لپاره د ادغام او مرستې کوم پروګرامونه په نظر کې لرئ؟

ځواب: موږ په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي. په وروستيو کلونو کې مو هر کال ۴۳۰ ميليونه يورو د افغانستان د بيا رغاونې له پاره لګولې دي. اوسمهال موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې کوو چې څنګه وکولای شو د هغو خلکو حمايت وکړو چې بايد افغاستان ته بېرته ستانه شي. موږ مختلف پروګرامونه مطرح کړي دي او زه مطمين يم چې د هغو خلکو حمايت به کوو چې بايد بېرته ستانه شي.

دويچه ويله: بلې، ډېر شمېر افغان مهاجرين د آلمان د حکومت له هغې پرېکړې څخه مايوسه دي چې خپل هېواد ته لېږل کيږي او وايي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په څېر جنګ دوام لري. هغوی ولې افغانستان ته بېرته لېږل کيږي؟ دغو افغانانو ته ستاسو ځواب څه شی دی؟

ځواب: په ټول افغانستان کې جنګ نه دی. داسې سيمې شته چې امنيت پکې نسبتا ښه دی. موږ مطمين يو چې افغانستان بالخصوص ځوانانو ته اړتيا لري. هغوی بايد دلته پاته شي او د افغانستان بيا رغاونه مخ ته بوزي. موږ ځکه د مسلکي زده کړو له مرکزونو سره مرسته کوو او هم ځوانانو ته ښوونه کوو. موږ هيلو لرو چې ځوانان تکړه شي او او له زده کړو سره وکولای شي خپل هېواد بېرته جوړ کړي.

دويچه ويله: ښاغلی سفير، ستاسو له معلوماتو او توضيحاتو څخه ډېره زياته مننه.

ځواب: هيله کوم. د خدای پامان.