1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په برخه کي د يوه شفاف سياست غوښتنه

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

یوه تحقیقاتي کمیسون د مهاجرت په هکله پخپل لومړي رپوټ کي د یوه شفاف او منصفانه سیاست غوښتنه وکړه. په دغه رپوټ کي د مهاجرت پر قانون او کورنیو پر یوځای کیدو باندي ټينگار سوی دی.

https://p.dw.com/p/2pGAI
Symbolbild Deutschland Migration
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د هاینرش بول د علمي او سیاسي مؤسسې د تحقیقاتي کمیسون هغه رپوټ، چي د دوشنبې په ورځ(ډسمبر۱۱نیټه) په برلین کي خپور سو، د حکومت او خلگو، ملي او بين المللي سیاست او جلا جلا وزارتونو ترمنځ د نظریاتو تبادله مهمه وبلله او لیکلي یې دي، چي په دې هکله معیار باید انساني حقوق او مهاجرین وي.

د هاینرش بول مؤسسې د سیمه ایزو تحقیقاتو له پاره د مرکزي انستیوت رئیسه او د دغه تحقیقاتي کمیسون غړې  پېترا بینډل پردې باندي انتقاد کړی دی، چي د مهاجرو او پناه ورکولو سیاست ته په کافي اندازه ارتباط نه دی ورکړل سوی. هغې ویلي یې دي چي د مهاجرو اصلي هیوادونه تر هغه ډیر ملاتړ ته ضرورت لري، لکه څرنگه چي یې تراوسه سوی دی. سربیره پردې ددې په نظر باید اروپا ته د راتگ ډیري قانوي لاري جوړي سي او ورته پر پرمختلفو هیوادو باندي د وېش یو پروگرام جوړ سي.

د تحقیقاتي کمیسون د کارپوهانو په نظر د مهاجرو د کورنیو یوځای کیدل د مهاجرت د سیاست مهم بنسټ دی. په ورځني ژوندانه کي د گډون په لار کي د ژبي کورسونه او ځوانو مهاجرو ته د کار او مسلکي زده کړو د چانسونو برابرول ډیر مهم دي.

د مهاجرو دیوه دایمي کمیسون او وزارت اړتيا

بېندل پردې سربیره د مهاجرت د یوه قانون اړتيا ته اشاره کوي، چي مثلأ له هغوی سره د زده کړو او کار پیداکولو په برخه کي کومک وکولای سي. د کمیسون ځيني غړي د مهاجرو د یوه دایمي کمیسيون او وزارت ضرورت هم ویني. بلاخره بېندل د رد سوو مهاجرو اخراج ته اشاره کوي او وايي چي په دې برخه کي ډیرو حقوقي مشورو، هراړخیزو څیړنو ته اړتيا ده او د له هغو مهاجرو سره چي غواړي پخپله خوښه بيرته خپلو هيوادونو ته ځي، مرستي وسي.

د کورنیو یوځای کیدل لمړیتوب لري

په همدې حال کي د جرمني د مسیحي دیموکرت اتحاد غړې ریتا زویسموت وايي، چي له مهاجرو سره د هغوی د کورنیو یوځای کیدل تر ټولو دمخه لومړیتوب لري. د مهاجرو په مسئله کي د تحقیقاتي کمیسيون دغه پخوانۍ رئیسه وايي، چي«کورنۍ په مهاجرو پوري اړه لري او سړی نه سي کولای هغوی داسي په اسانه سره جلا او پرې کړي. سړی باید همیشه له ځان څخه دا پوښتنه وکړي چي که زه مهاجر سم، بې کورنۍ توب به څرنگه وي؟»

له بلي خوا بیا د«پرو ازول» په نامه د مهاجر پلوي سازمان «د کورنیو د یوځای کیدو په موضوع کي د حکومت د بدلون نه خوړونکي دریځ او مهاجرو د اخراج څخه» شکایت کړی دی. د دغه سازمان په خبره په افغانستان کي د«امن ځایونو»خبره کول ډیره مشکله خبره او له واقعیت سره اړخ نه لگوي.

KNA,dpa(Q.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: