1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت نړیواله ورځ: مرستندویه سازمانونه څه غواړي

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

سیاستوالو او مرستندویه سازمانونو د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت د همبستګۍ او د مهاجرو د درد او رنځ کمولو په موخه په نړیواله کچه د لا زیاتو کوښښونو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2f06t
Europa Lesbos Flüchtlinge Migranten Ankunft Vater Tochter
انځور: Reuters/D. Michalakis

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابريل، د مهاجرت نړیوالې ورځې په مناسبت (د جون میاشتې ۲۰مه نیټه) وویل: «سترو ګړکیچونو، تعقیب او په لویه کچه له بشري حقونو څخه سرغړونې خلک مهاجرت ته مجبوره کوي.»

د ګابريل په خبره ډیری دغه کسان نه شي کولی ټول کال خپل ټاټوبي ته په آرامه فکر سره بیرته ستانه شي. دغه کسان نړیوال باوري ملاتړ پورې وابسته وي. ګابريل د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت له کمیساریو څخه د بشري مرستو په برخه کې د کلیدي همکارانو په توګه ستاینه وکړه.

تیر کال د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ UNHCR ته شاوخوا ۳۰۷ میلیونه ایرو ورکړې وي چې مخکې تر دې یې هیڅ سارۍ نه لیدل کیږي. د دغو مرستو تمرکز پر سوریې او د هغې پر بحران ځپلو ګاونډیو هیوادونو وو.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د کډوالو او مهاجرت سیاست د ننګونو به برخه کې د یوه ګډ اروپايې حل لارې غوښتنه وکړه. د مهاجرت په برخه کې د آلمان ځانګړې استازي آیدان اوزوګوز وویل: «بالاخره موږ یوه اروپایې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو، تر څو د مهاجرت د لاملونو پر وړاندې مبارزه وکړو، کوم چې د دې نوم وړ وي.»

د Care په نوم مرستندویه سازمان د سوریې په ګاوندي هیواد اردن کې د سوریایې مهاجرو ستونزو ته د خلکو پام را اړولو کوښښ کړی. د دغو مهاجرو ۸۲ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د "Seven Years into Exile"  (اووه کاله په تبعید کې) په نوم د یوې نوې ترسره شوې څیړنې پایلې ښيې چې د سوریې د کړکیچ په اووم کال کې مرستو پورې وابستګي مخ پر ډیریدو ده.

په مجموع کې د پوښتل شویو مهاجرو ۴۰ سلنه یې ویلي دي چې دوی یوازې د بشري مرستو له طریقه ژوند کوي او د عاید بله سرچينه نه لري. د دغو کسانو شمیر د تیر کال په پرتله اووه سلنه لوړ شوی دی.

په منځني ختیځ کې د Care سازمان د بیړنیو مرستو همغږې کونکی مارتين مایلیوز وویل: «مور، پلار خپل هر څه له لاسه ورکوي، څو خپله کورنۍ تغذیه کړي. خو پرته له عاید څخه دغه مهاجر ورځ تر بلې د فقر او پورونو لا زیاتې ژورې کندې ته ور ولیږي.»

مایلیوز وایې چې سوریایې مهاجر په اردن کې په چټکۍ سره د جنسیتي رولونو له بدلولو سره مواجه دي: «ښځې باید د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ زیات کړي، تر یوې اندازي چې دوی د خپلې کورنۍ د یوازني سرپرست یا مشر په توګه مسئولیت په غاړه اخلي.»

په همدې حال کې «د آلمان بین المللي پلان» سازمان اشاره کوي چې په آلمان کې موجود مهاجر باید په انزوا کې پرې نه ښودل شي. له همدې امله نوموړی سازمان غوښتنه کوي چې د مهاجرو کم عمره او لویانو ته په کمپونو کې د دوی د حفاظت له پاره باید یو ډول د حد اقل معیار په اساس امکانات برابر شي.

د آلمان بین المللي پلان د سازمان مشر مایکه روتګر، وایي: «دا باید عیش و آرام نه وي، دا یو حق دی.» هغه زیاتوي: «ماشومان او ځوانان غواړي له هغو پروسو سره په تماس کې اوسي چې دوی یې اغیزمن کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د مهاجرو شمیر په ۲۰۱۶ م کال کې په بې سارې توګه لوړ وو. د دوشنبې په ورځ د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د کمیسارۍ له خوا د خپرو شوو ارقامو پر بنسټ په دغه کال کې په نړیواله کچه ۶۵،۶ میلیونه انسانان مهاجر شوي دي.