1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرت د قوانينو دويم بنډل ښکاره زيګنال دی»

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر وايي چي د مهاجرت په تړاو د آلمان د قوانينو نوی بنډل يو ښکاره زيګنال دی. پر دغه بنډل کابينې سلا مشورې وکړې.

https://p.dw.com/p/1HpKc
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د آلمان ائتلافي حکومت چي پکښي د صدراعظمې انګېلا مېرکل مسيحي ډيموکراټ ګوند، مسيحي سوسيال اتحاد او سوسيال ډيموکراټ ګوند شامله دي، د مهاجرت په تړاو د دويم بنډل د مسودې ارزيابي کوي. د مهاجرت د قوانينو په تړاو د دغو نوو قوانينو د بنډل پر مسوده پنځه ورځي مخکي (د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۹مه نېټه) د ائتلافي ګوندونو مشرانو تفاهم کړی ؤ.

د يادې جمعې په ماښام د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس زيګمار ګابريل د صدراعظمۍ په دفتر کي د ائتلافي ګوندونو د مشرانو سره د ليدني وروسته د تفاهم اعلان وکړ. ګابريل هغه ماښام وويل چي په راتلونکو ورځو کي به د آلمان کابينه د پناه غوښتنې په تړاو د قوانينو د دغې مسودې پر بنډل سلامشورې وکړي.

«يو ښکاره زيګنال»

په رشتيا هم د تفاهم څخه صرف پنځه ورځي وروسته د آلمان کابينې د مسودو پر دغه بنډل غونډه وکړه. د دغې غونډي څخه وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر وويل چي د پناه غوښتنې په تړاو د قوانينو دويم بنډل «يو ښکاره زيګنال» دی. هغه زياته کړه چي چي دغه زيګنال ښيي « چي موږ د ټولو (پناه غوښتونکو) له پاره عادله پروسه غواړو. خو دا هم غواړو چي هغه کسان چي د پناه اړتيا نه لري، بايد چي زموږ له هيواد څخه ژر ووزي.»

ديميزېر د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳يمه نېټه) په برلين کي وويل چي ټول هغه عوامل چي په مټ يې يو شمېر کسانو د پناه غوښتنې پر وخت د چلونو کار اخيستی چي په آلمان کي زيات وخت پاته سي، هغه عوامل بايد په بشپړه توګه له منځه يووړل سي.

د پناه غوښتني په تړاو د قوانينو د مسودو په دويم بنډل کي يو مهم تعديل دا دی، چي د پناه غوښتونکو د بعضو ډلو له پاره د هغوی د دوسيو د څېړلو چټکي پروسې طرحه سوي دي. د دغو په مرسته به مکمنه وي چي د بېلګي په توګه د خوندي هيوادونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو دوسيې د درو اونيو په جريان کي حتمي وڅېړل سي.

مراکش، الجزاير او تونس

په دغو خوندي هيوادونو کي د مراکش، الجزاير او تونس هيوادونه هم ورشامل کړل سوي دي. له دغو او نورو خوندي هيوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي به د هغوی په راتګ سره ځانګړي او د هغوی له پاره معين سوو کمپونو کي ځای پر ځای کيږي. دغه پناه غوښتونکي به اجازه نه لري چي تر څو چي يې دوسيه نه وي بشپړه سوې، له دغه سيمي څخه بل چيري ولاړ سي. که يو څوک د دغه ممانعت باوجوده له ټاکلي سيمي څخه دباندي وځي، نو به يې په سمدلاسه توګه د پناه غوښتنې دوسيه منجمده کړل کيږي.

خو د خوندي هيوادونو په ليسټ کي د مراکش، الجزاير او تونس د وراضافه کېدو له پاره حتمي ده چي د آلمان د فډرالي ايالتونو شورا بُنډس غاټ هم د هغه منظوري ورکړي. په دغه شورا کي د ياد قانون د تصويب له پاره د زرغون ګوند د رايو اړتيا هم سته چي لا نه ده څرګنده چي دغه ګوند به اړينه رايه ورکړي او که څنګه.