1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختیځ د سولې په اړه خبرې پیل شوې

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعه

د څه نا څه ۳۰ هیوادونو او سازمانونو استازې په پاریس کې د منځني ختيځ د لانجې د حل د لټون په مقصد خبرې اترې کوي. خو په دې کنفرانس کې اسرائیلي او فلسطیني استازو ګډون نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/1Izow
Bildkombo Flaggen Israel Palästina

په وروستیو میاشتو کې په سوریې کې د جګړې له تودیدو او د کډوالو د کړکیچ د پراخیدو له کبله د فلسطین او اسرائیلو تر منځ شخړې ته پام یو څه کم شوی دی. خو په پاریس کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۳مه نېټه) کنفرانس هڅه کوي چې په شخړه کې د ښکیلو دغو دوو اړخونو تر منځ د سولې یوه نوې دروازه پرانیزي.

د فرانسې په غوښتنه د ۲۸ هیوادونو او سازمانونو استازي، پاریس ته بلل شوي دي چې پر دې خبرې وشي چې څرنګه کیدای شي اسرائیل او فلسطین یو ځل بیا د خبرو اترو میز ته راوستل شي. پاریس ته د راغلو استازو په ډله کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ملګرو ملتونو سر منشي بان کیمون او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فدریکا موګریني هم شامل دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دغه کانفرانس په درشل کي پر فلسطين او اسرائيل ږغ کړی، چي د سولي له پاره «زړور» انتخاب وکړي.

یوه فرانسوي دیپلومات ویلي دي: «که موږ اوس اسرائیلي او فلسطیني چارواکي پر یوه میز سره کښینوو، نو ډیر امکان لري چې تر منځ یې خبرې اترې له یوې دقیقې هم کمې دوام وکړي.»

نوې هڅې

خبرو اترو ته نزدې کسان وایي چې په کنفرانس کې به په ۲۰۰۲ کال کې د سعودي عربستان له خوا پر وړاندیز شوې حل لارې باندې تمرکز وشي. په دغه وړاندیز کې راغلي وو چې عربي مشران به په دې شرط اسرائیل د یوه هیواد په توګه په رسمیت وپیژني چې دغه هیواد له ۱۹۶۷ کال راهیسې نیول شوې سیمې پریږدي او فلسطین هم د یوه هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

هغه وخت دغه وړاندیز د اسرائیلو له خوا رد شوی وو خو د دې هیواد اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ هغه ته یوه مثبته اشاره وکړه او ویې ویل چې «دغه وړاندیز داسې مثبت اړخونه لري چې کیدای شي له فلسطینیانو سره د جوړوونکو خبرو اترو له بیا پیلیدو سره مرسته وکړی.»

د اسرائیلو له خوا شک

د اسرائیلو د بهرنيو چارو وزارت مشر د جمعې ورځې له کنفرانس څخه لا مخکې ویلي وو چې د فرانسې دغه هڅه ښايي ناکامه شي. هغه ټینګار کړی دی چې په منځني ختیځ کې د سولې د رامنځ ته کیدو یوازینۍ لار دا ده چې داواړه ښکیل اړخونه یو له بل سره یوه تفاهم ته ورسیږی.

لومړي وزیر نتنیاهو هم د فرانسې پر هڅې نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې سولې ته د رسیدو یوازینۍ لار له مخکینیو شرطونو پرته د ښکیلو اړخونو تر منځ مستقیمې خبرې اترې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب