د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي بيرته غيرمستقیمی خبري
۱۳۸۹ آذر ۲۰, شنبهپه فلسطيني سيمه کښي د يهودي ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو د ۱۰ مياشتنۍ مودې تر ختميدو وروسته د سپټامبر راهيسي نور د فلسطينانو او اسراييلو تر منځ مستقيمي خبري ندي سوي ،او دا پداسي حال کښي چه د هغه څخه څو هفتې دمخه دواړو خواوو په واشنګټن کښي مستقيمي خبري په رسمي ډول سره شروع کړې . اوس به نو په اوله کښي بيرته ددوی تر منځ غيرمستقيمي خبري شروع سي ، او د هغه په جريان کښي به ، لکه څنګه چه هيلاري کلينتن وايي ، پر اصلي جنجالي موضوعګانو باندي خبري وسي .
« اوس هغه وخت رارسيدلی دی ، چه د شخړي پر اصلي پرابلمو باندي خبري وسي : مثلأ د سرحدو تعينول ، امنيتي ضمانت ،د ناقلينو د کورونو دجوړيدو بندول ، او بو ته لاس رسی ، د فلسطيني مهاجرينو بيرته راتګ او د بيت المقدس موقف .»
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهواو د فلسطين جمهوررييس محمود عباس پر دې خبره موافقه کړې ده ، چه دداسي يوه تړون چوکاټ جوړ کي ، چه پر ټولو دغو ټکو باندي يو سازش رامنځته ، او د سولي د يوه دايمي قرارداد دپاره لار خلاصه سي .
د امريکا متحده ايالاتوغوښتل چه تر پخواډير په دغه پروسه کښي فعاله برخه واخلي .
کلينتن په دې باب وايي ،
« د مخالفو اړخو د خبرو په جريان کښي به موږ خپل نظريات او پيشنهادونه هم وړاندي کو . »
خارجه وزيره وايي چه ليکن جدي قدمونه بايد د اسراييلو او فلسطينيانو لخوا پخپله پورته سي ، په غير د هغه به يوه دوامداره حل ته نه سره ورسيږي .
هيلاري کلينتن وايي ، چه که څه هم د امريکا متحده ايالاتود ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو د بندولو کوښښونه د لاسه ورکړي دي ، خو په دغه موضوع کښي د امريکا د حکومت دريز تغير ندی کړی .
« لکه زموږ تر مخه د امريکا ټولو حکومتو ، موږ هم د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول غير قانوني بولو . موږ په دې عقيده يو ، چه د ساحې دوامداره پراخول نه يوازي داچه ددوو دولتو د حل کوښښونه د ناکامۍ سره مخامخ کوي ، بلکه د اسراييلو آينده هم د خطر سره مخامخ کوي . »
کلينتن اضافه کوي ، ددې تر څنګ چه موږ ددواړو خواوو سره پر اصلي جنجالي موضوعګانو خبري کوو ، او دا به مو په پام کوي چه دوی بيرته مستقيمي خبري شروع کي ، موږ به د فلسطيني دولت د جووړولو په لار کښي خپلو مرستو ته دوام ورکو . ځکه د پخوا په ډول اوس هم د دوو دولتو حل ، يوازنی اصلي هدف دی .
نن به د امريکا د منځني ختيځ خاص نماينده جورج ميشل سيمي ته سفر وکي ، تر څو بيرته غيرمستقيمي خبري شروع کي .
کريستينا/ محمد قاسم نوري
کتونکی : احمد ولي اڅکزی