1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ د سولي لپاره هيله نه شته

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د اسراییلو صدراعظم د اوباما دا غوښتنه رده کړه چي له فلسطينينانو سره د خبرو اترو ميز ته ستون شي او د يو فلسطيني دولت د جوړيدو لپاره دي د 1967 کال سرحدونه په رسيمت وپيژني.

https://p.dw.com/p/11Kqj
نتنياهو او اوباما په واشنگټن کي
نتنياهو او اوباما په واشنگټن کيانځور: dapd


اوباما اونيتانياهو په يو ګډ مطوعاتي کنفرانس د خپلو خبرو اترو په هکله په سپينه ماڼي کي خبريالانو ته معلومات ورکړل. د متحده ايالاتو ولسمشر د منځني ختيځ د لانجي په اړه د خپل وينا ځيني ټکي په دغه مطبوعاتي کنفرانس کي تکرار کړل او د «دوو دولتونو حل» نومي پلان باندي تينګار وکړ. هغه وويل «په دي کي شک نه شته چي زمونږ تر منځ اختلاف نظر شته، خودا اختلاف نظر د دو دوستانو ترمنځ عادي دي. زمونږ د دواړو نظر دا دي چي د يو فلسطيني دولت تر څنګ اسراييل په امن او سوله کي خوندي پاتي شي.»

د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلاف نظر اساسي ټکي په مطبوعاتي کنفرانس کي هغه وخت ښه څرګند شو، چي نيتانياهو د اوباما هغه غوښتنه رده کړه چي اسراييل دي د فلسطين د 1967 کال مخکي سرحدونه په رسميت وپيژني .

هغه وویل :«زه فکر کوم د دي لپاره چي له فلسطينيانو سره سوله وشي، ځيني بنسټيز واقعيتونه بايد ومنل شي. لومړي دا چي : کله چي اسراييل چمتو کيږي د سولي لپاره د سخاوت څخه ډک تيريدنه کوي، خو هغه هيڅکله د 1967 کال سرحدونو ته ستنيدلاي نه شي. ځکه دغه سرحدونه د دفاع وړ نه دي، هغه ځيني بدلونونه چي د عمل په ډګر کي شوي ، په پام کي نه نيسي، په دی اړه د نفوس له لحاظه کوم بدلون چي په تيرو 44 کلونو کي رامنځ ته شوي، د يادوني وړ دي.»

نيتان ياهو دغه راز وويل چي نوموړي له هغه يو فلسطيني حکومت سره خبرو اترو ته چمتو نه دي چي په هغه کي حماس ګډون ولري. هغه وويل چي ولسمشر اوباما هم وايي چي هغه يوه ترهګره ډله ده او د اسراييلو د « د تباهي غوښتونکي» ده.

بله موضوع چي د اسراييلو صدراعظم ورته اشاره وکړه، هغه د فلسطيني مهاجرو د بيرته ستيدو ستونزه ده . په سل ګونو زره فلسطيني مهاجر اوس په ګاوندي عربي هيوادونو کي ميشت دي، هغوي غواړي چي د يو فلسطيني دولت د جوړيدو سره بيرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شي. د اسراييلو صدراعظم وويل: «دريمه واقعيت دا دي چي د فلسطيني مهاجرو ستونزه بايد د يو فلسطيني دولت په حدودو کي حل شي، نه د اسراييلو د سرحدونو په دننه کي.»

حماس او فتح تازه روغه جوړه کړې
حماس او فتح تازه روغه جوړه کړې

د د سولي د خبره اترو تياره راتلونکي

په واشنګتن کي څارونکي په دي نظر دي چي اوباما په راتلونکي نژدي وخت کي ښايي ونه توانيزي چي کوم بدلون رامنځ ته کړي. هغوي وايي دا په دي وجه نه چي هغه يي نه غواړي يا اراده يي نه لري. اوباما آن د خپل ماموريت له پيل سره د منځني ختيځ د لانجي حل ته د خپل رياست په ړومبيتوبونو کي ځاي ورکړ.

خو هغه په تيرو دوو کلونو کي هيڅ ډول پرمختګ په دي لاره کي نه دي کړي. حتي د اوباما ډيري هڅي د دي پر ځاي چي ګټه وکړي، تاوان يي هم کړي دي. مثلا کله چي ولسمشر اعلان وکړ چي اسراييل دي په اشغالي سيمو کي د يهوديانو لپاره د هستوګنو د ځايونو جوړول ودروي، اسراييلو د هغه غوښتنه ونه منله. له هغي وروسته اوباما د فلسطين د خپلواکمني اداري د مشر، محمود عباس له خوا تر نيوکو لاندي راغي چي ګواکي واشنګتن پر اسراييلو باندي زيات فشار نه راوړي او د اسراييلو مخالفت ته يي سر ټيت کړ.

کار پوهان وايي ، رښتيا هم په دي هکله ولسمشر اوباما له خپل دا ډول يو سياست سره چي په لومړي سر کي د هستوګنو د پروژو پر درولو ټينګار درلود اوبيا تري شاتګ وکړ، د سولي د خبرو اترو په پروسه کي محمود عباس يو سختي تنګي لاري ته برابر کړ چي نه يي وړاندي تلاي شواي او نه هم وروسته.

اوس هم د خپلي ورستي وينا سره چي د منځني ختيح د شخړي د حل لپاره يي د 1967 کال څخه مخکي د پولو موضوع عنوان کړه، د تيرو دو کلونو د سياست اشتباه یی بيرته تکرار کړه. د هغه له دغي غوښتني څخه لا ورځ تيره شوی نه وه چي د اسراييلو صدراعظم هغه رده کړه. د منځني ختيح د سولي د خبرو اترو په پروسه کي د سپيني ماڼي غوښتني يواځي د بيانونو او د کاغذ بر مخ پاتي دي چي ښايي هيڅکله عملي بڼه غوره نه کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی