د منځني ختيځ د سولي د پلان په اړه خبري
۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبهعباس کیري ته ویلي دي چې په اسرائیلو کې د نزدې۴۵۰۰ فلسطیني بندیانو آزادول «د خبرو اترو د له سره پیلولو له پاره د ښې فضا د رامنځ ته کولو له پاره تر ټولو اولنی لومړیتوب دی.»
د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر همداشان ویلي دي چې خبري اتري یوازي په هغه وخت کې تر سره کیدلای شي چې اسرائیل په ختیځ بیت المقدس او لوېدیځ اردن کې د استوګنځایونو جوړول بند کړي.
په رم الله کې د عباس او کیرې تر منځ تر۹۰ دقیقو ملاقات وروسته د عباس ویاند نبیل ابو روداینا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «محمود عباس پر دې خبره ټينګار وکړ چې د زندانیانو آزادول د سولې د خبرو اترو په پرمختګ کې د مناسبي فضا د رامنځ ته کولو له پاره مهم لومړیتوب دی.»
ابو روداینا زیاته کړه چې بحثونه په دې موخه تر سره کیږي، چي له اسرائیلو سره د خبرو اترو د بیرته پیلولو له پاره ښه لاره ولټول شي. دغه سیمې ته د کیري دا دریم سفر دی چې تر سره کیږي. تر دې دمخه د مارچ له۲۰ څخه تر ۲۲مي نېټې پوري هغه له ولسمشر بارک اوباما سره د سفر پر وخت هم مل وو.
ابو رودانیا د عباس له قوله ویلي دي: «فلسطیني اړخ غواړي چې د خبرو اترو میز ته راوګرځي، خو یوازي په هغه صورت کې چې اسرائیل په فلسطیني خاوره کې د استوګنځایونو د جوړولو فعالیتونه ودروي او فلسطیني زندانیان آزاد کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو د تړون تر لاسلیکدو دمخه نیول شوي دي.»
د فلسطیني غاړې یوه مهمه انديښنه د هغو بندیانو د نه خوړلو اعتصاب دی چې بېله کوم توره نیول شوي دي.
«ګډ اساس»
په قزاقستان کې د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو تر بې نتيجې پای ته رسېدو وروسته کیرې د یکشنبې په ورځ په استانبول کې وویل چې د بارک اوباما اداره له دیپلوماتیکې لاري د دغي شخړي حلولو ته ژمنه پاتېيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو له لوري حتی د یوه پوځي ضرب الاجل د ټاکلو غوښتنه شوې ده.
کیري د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر احمد داود اوغلو سره یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: «دا مهمه ده چې خبري اتري تر سره شي او یو ګډ اساس وموندل شي.»
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسولي کترین آشتون د شنبې په ورځ دا خبره منلې وه، چې د قزاقستان په پخوانې پلازمینه الماتا کې د دوو ورځنیو خبرو اترو په ترڅ کې دواړه اړخونه یوه توافق ته و نه رسیدل او لا هم له یو بل څخه لیرې دي.
په پام کې ده چې کیري به د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۸) د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له لومړي وزیر سلام فیاض او د اسرائیلو له ولسمشر شیمون پیرس سره وگوري.
زیاته شوې ده چې کیرې به د سه شنبې په ورځ په لندن کې د G-8 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون تر مخه، د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هم وگوري.