1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د عمومي غونډې په دويمه ورځ يو مهم ټکی د امنيتي شورا ممکنه ريفورم ؤ

۱۳۸۹ مهر ۳, شنبه

مهم ټکي د منځني ختيځ د امن پروسه، نړی وال اقتصادي حالت او د ايران موضوع هم وه.

https://p.dw.com/p/PMbr
انځور: AP

د کلنو راهيسي نړۍ وال پر دې بحثونه کوي چي د امنيتي شورا ريفورم څومره او په څه توگه تر سره کړل سي. د عمومي غونډي وينا وال پدې همږغي وه چي د امنيتي شورا اوسنی جوړښت د ځواک د اوسني نړيوال تناسب سره ډېر توپير لري. د سينيگال ولس مشر ابدولايا وادې د نورو افريقايي ويناوالو په څېر ددې غوښتنه وکړه چي د افريقا سترې وچي ته دي نه يوازي په امنيتي شورا کي دايمي غړيتوب ورکړل سي بلکه بايد ورته د ويټو حق هم ورکړل سي. د بريتانيې مرستيال لومړي وزير نيکولاس کلېگ په خپل وار وويل:

« بريتانيه په څرگنده توگه د دې غوښتنه کوي چي برازيل، هندوستان، المان او جاپان ته بايد په دايمي توگه سره د امنيتي شورا غړيتوب او و افريقا ته د خپل استازيتوب حق ورکول سي. که په لنډه توگه ووايو نو ملگري ملتونو د زياتو خلکو په استازيتوب نسي ږغېدلای که د لږو خلکو پر ږغونو غوږ نيسي.»

کليگ د ايران پر اټومي لانجه او د احمدي نژاد په يوه ورځ مخکنۍ وينا باندي خپل نظر داسي څرگند کړی:

« زه پدې اراده دلته راغلی وم چي د ايران سره د خبرو اترو د پرمختگ ستاينه وکړم او د ايران پر اټومي پروگرام خپله خواښيني څرگنده کړم. خو د هغه پرځای يو ځل بيا د احمدي نژاد اعلاميو چي د دغه دريځ څخه يې وکړې هر څه تر سيوري لاندي کړل. د احمدي نژاد د وينا مقصد دا ؤ چي د ايران د تکلونو څخه د نړۍ پام واړول سي او د رسنيو پر سرټکو کي د نوموړي وينا راسي. خو بايد دغه دواړه مقاصد سر ته ونه رسيږي.»

د دې څخه تر مخه باراک اوباما د احمدي نژاد دا څرگندونې چي د سپتامبر د يوولسمي پيښي تر شا د امريکا د حکومت لاس کېدلای سي د سپکاوي او کرکي څخه ډکې خبري بللي وې.

له بلې خوا په نيويارک کي احمدي نژاد د دې اعلان هم وکړی چي د ايران د اټومي پروگرام پر سر يې و خبرو اترو ته هوکړه کړېده. پدې لړ کي به په تهران کي د امنيتي شورا د ويټو غړو، المان او د ايران د استازو تر منځ خبري تر سره سي.

په عمومي غونډه کي د وينا پر وخت د ارجنټاين ولس مشري کريسټينا فيرنانديڅ پر بريتانيې سختي نيوکي وکړې چي د فالک لېنډ په ټاپوگانو کي د تيلو د تلاښ لپاره په برمو کولو سره بريتانيه د خپل نړی وال اهميت څخه ناوړه گټه پورته کوي. د دغو ټاپوگانو پر سر د دواړو هيوادونو تر منځ په 1982م ميلادي کال جگړه هم رامنځ ته سوې وه. په خپله وينا کي نوموړي دا هيله هم څرگنده کړه چي په راتلونکې عمومي غونډه کي بايد فلسطين د 192 م غړي هيواد په توگه برخه واخيستلای سي.

يو شمېر وينا والو پر کيوبا او نورو هيوادونو د امریکا لخوا بنديزونه وغندل. پدغو غندنه کونکو کي د زمبابوې ولس مشر موگابې هم شامله ؤ. د نوموړي پر هيواد هم د متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې لخوا بنديزونه لگول سوي دي.

د يکشنبې په ورځ به هم عمومي غونډه جريان ولري په کومه کښي چي به د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټه ويله هم وينا واوروي.

ليکونکی: برېگمان/احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر