1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شورا په ميانمار کي تاوتریخوالی سخت وغانده

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړو پر میانمار باندې غږ کړی دی چې د وضعیت د آرامه کولو له پاره ګړندي اقدامات تر سره کړي. په تیرو څو اوونیو کې ۳۷۰ زره روهنګیا مسلمان لږکي له تاوتریخوالي څخه بنګله دیش ته تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2jwJC
New York UN Sicherheitsrat Nordkorea Sitzung
انځور: Getty Images/AFP/K. Betancur

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د میانمار په رخینه ایالت کې د امنیتي ځواکونو له لوري له حده زیات تشدد په هکله اندیښنه ښوولې ده. د دغه ایالت زیاتره اوسیدونکي روهنګیا مسلمان لږکي دي.

د امنیت شورا د تړلو دروازو تر غونډې وروسته په یوه بیانه کې پنځلسو غړو په رخینه کې په بیړه «د تاو تریخوالي د ختمولو، د وضعیت د آرامه کولو، د نظم او قانون د اعاده کولو او د ملکي خلکو د ساتنې له پاره د ګړندیو ګامونو د اخیستو له پاره غږی کړی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې سفیر متیو رایکروفټ، ویلي دي چې دغه بیانیه د امنیت شورا له خوا د تیر نهه کلن وضعیت په هکله لومړنۍ بیانیه ده. د رویکروفټ، په خبره د امنیت شورا یو شمیر استازو په رخینه ایالت کې د روان ناورین او هلته د روهنګیا د وضعیت په هکله د یوې پرانیستې غونډې غوښتنه کوله.

د امنیت شورا له لوري دغه بیانیه په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د میانمار حکومت باندې له دې کبله په نړیواله کچه سختې نیوکې کیږي چې تیره میاشت یې د روهنګیا یاغیانو له لوري پر یوه پوستې باندې د برید پر وړاندې نامناسب پوځي غبرګون ښوولی دی.

ناوړه بشري وضعیت

تر دې د مخه د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش، د میانمار له حکومت څخه غوښتي وو چې د روهنګیا لږکیو پر وړاندې پوځي اقدامات ودروي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي وو چې کړکیچ سیمه له بې ثباتۍ سره مخامخ کوي. د ګویترش بشري وضعیت یوه ناورین ته ورته بللی او له ټولو هیوادونو یې د بیړنیو مرستو د استولو غوښتنه کړې ده.

ګویترش په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي: «زه د میانمار پر چارواکو باندې غږ کوم چې پوځي عملیات ودروی، تاوتریخوالی ختم کړي، د قانون واکمني وساتي او د هغو خلکو د بیرته راستنیدو حق ومني، چې هیواد یې پریښی دی.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دغه وضعیت د ایتنیکي تصفیې په توګه یادول کیدی شي، ګویترش وویل: «زه به ستاسې پوښتنه په یوې بلې پوښتنې سره ځواب کړم: کله چې د روهنګیا نفوس یو پر دریمه برخه له هیواد څخه وتښتي، تاسې د دې د تشریح کولو له پاره یو بل ښه ټکی موندلی شئ؟»

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر رعد الحسین، د پوځ له لوري د روهنګیا لږکیو ځپل «د ایتنیکي تصفیې څرګنده» بیلګه بللې وه.

له تشدده ډک سرکوب

د رپوټونو له مخې کابو ۳۷۰ زره روهنګیا لږکي له میانمار څخه ګاونډي هیواد بنګله دیش ته د پناه اخیستلو له پاره تښتیدلي دي. هغوی وروسته له هغې تیښتې ته مخه کړه چې د اګست میاشتې په ۲۵ نیټه په رخینه ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې تر برید وروسته پوځ له تاوتریخوالي ډک سرکوب پېل کړ.

په سلګونو کسان چې اکثریت یې مسلمان روهنګیا دي د تاوتریخوالي په پيښو کې ووژل شول او ډیر شمیر کورونه ویجاړ شول او همداشان یو شمیر بشپړ کلي وسوځیدل.

ګویترش دا هم وویل چې د میانمار له سیاسي مشري آنګ سان سوچي، سره یې څو وارې خبري کړي دي. سان سوچي ویلي دي چې دغه کړکیچ ته د حل لارې موندلو په موخه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې غونډه کې ګډون نه کوي او په وینا یې راتلونکې اوونۍ په دې هکله وینا وکړي.

روهنګیا لږکي له کلونو راهیسې په میانمار کې تر تعقیب لاندي دي. هغوی ته د تابعیت حق ورکولو څخه ډډه کیږي او ځایي چارواکي ورته د بنګله دیش څخه د راغلو غیر قانوني کډوالو په سترګه ګوري. د میانمار زیاتره بوداهايي مذهبه د روهنګیا پر وړاندې د توپيري چلن او تاوتریخوالي په ترسره کولو تورنیږي.

ګویترش د میانمار له حکومت څخه غوښتي دي چې یا روهنګیا لږکیو ته تابعیت ورکړي او یا یو داسي دریځ ورکړي، چې عادي ژوند وکړی شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.09.2017):