1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنيت شورا د سوريې پريکړه ليک تصويب کړ

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د ملگروملتونو امنيت شورا د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پريکړه ليک تصويب کړ. د دې ترمخه د ملگرو ملتونو د کيمياوي وسلو د کنترول ادارې په دې اړه موافقه کړې وه.

https://p.dw.com/p/19pph
انځور: Getty Images

ملگرو ملتونو د سوريې تر کورنۍ جگړې دوه نيم کاله وروسته اوس په لومړي وار د دغه کړکېچ په اړه يو پريکړه ليک تصويب کړ. د جمعې په ورځ ماښام په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه وکړه چي په دمشق کي حکومت بايد ټولي کيمياوي وسلې تسليم او له منځه يوسي. پريکړه ليک د ټولو په اتفاق تصويب سو.

که چيري د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پرمهال د سوريې واکمن بشارالاسد پر کړو ژمنو وفا ونه کړه د ملگرو ملتونو د منشور۷ ماده به په اتوماتيکه توگه عملي نه سي. په دې اړه روسيې او امريکا متحده ايالاتو ترمخه لا موافقه سره کړې وه. د ملگرو ملتونو عمومي منشي د غه پريکړه ليک يو «تاريخي پريکړه ليک» وباله او د هغه ستاينه يې وکړه. هغه دغه راز اعلان وکړ چي په ژنيو کي د سوريې په اړه کنفرانس به د نومبر مياشتي په نيمايي کي جوړ سي. په دغه کنفرانس کي د سوريې رژيم او مخالفينو هم د گډون وعده کړې ده.

د کار پيل د سه شنبې په ورځ دی

په امنيت شورا کي د سوريې د پريکړه ليک تر تصويبېدو لږ دمخه د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان (OPCW) پر مسودې باندي موافقه وکړه. د رسنيو د راپورونو په حواله د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان پلټونکي به د سه شنبې په ورځ په سوریه کي خپل کار پيل کړي. د راتلونکي کال تر نيمايي پوري بايد د سوريې د کيمياوي وسلو زېرمي له منځه ولاړي سي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله ويلي دي چي هيواد يې په سوريه کي د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کي د ملگرو ملتونو ملاتړ کوي. ويسترويله په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په حاشيه کي د دغه سازمان له عمومي منشي بان کي مون سره د ليدنکي کتني پرمهال وويل چي «آلمان د کيمياوي وسلو په له منځه وړلو کي ډېره تجربه لري.» آلمان پخوا هم په عراق او پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کي د کيمياوي وسلو په ليري کولو کي مرسته کړې وه.

د حل لاري بېلگه؟

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د سوريې په اړه د امنيت شورا د پريکړه ليک هرکلی وکړږ هغه وويل: «تاسو د سوريې د کړکېچ د حل له پاره يوه سياسي لاره پرانيستله.» د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري بيا د اسد رژيم ته گواښ وکړ چي که چيري پريکړه ليک عملي نه کړي: «که د سوريې رژيم پر دې باندي عمل و نه کړ، نو د امنيت شورا به بيا اقدام وکړي او د منشور ۷ ماده به عملي کړي.»