د ممبۍ د پيښې په اړه د آلمان د حکومت غبرګون
۱۳۸۷ آذر ۸, جمعهد خونړیو حملو په وړاندی غبرګون ښکاره کړ.د آلمان لومړی وزیر انګلا مرکل د مرستی وړاندیز کړی دی او دغه وحشیانه حملی یی په کلکه وغندلی. همدا راز د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتابین مایر هم خپل ژور خپګیان ښکاره کړ، او دغه حملی یی کرکجنی وګڼلی.
«دا ډیر ویرونکی انځورونه دی، انځورنه د مړو ، انځورونه د ترور په هکله چی مونږ ته رارسیدلی دی، ښکاره ده چی په دی شیبه کی زمونږ فکر او زمونږ خواخوږی د حملو له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو او د کورنیو غړو سره ده، مونږ هیله من یو چه دغه تت او نا څرګنده وضعیت ژر روښانه کړای شی.»
د رپوټونو له مخی لږ تر لږه یو آلمانی هم د حملو قربانی شوی دی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی، دا چی دهغوی شمیر به څومره وی ، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت نه شی کولای چی سمدلاسه معلومات ورکړی، ځکه وضعت هلته لا تراوسه خړ پړ پاتی دی. خو اټکل کیدای شی چی یو شمیر نور آلمانان هم د قربانیانو په جمله کی وی.
د آلمان د دفاع وزیر فرانس یوزف یونګ ویلی دی چی د بمبی حملی د واقعیت ښکاروندی دی چی د تروریزم سره په هغه ځای کی باید مقابله وشی چیرته چی سر راپورته کوی.
«په هند کی د حملو وضعیت د تروریزم یو ډیر کرکجن ډول او څرنګوالی ښکاره کوی ، نو په دی وجه مهمه ده چی مونږ دلته او په نړیواله کچه خپله ونډه ولرو ، څرنګه چی د داسی حملو په وړاندی په اغیزمنه توګه عمل وکړو ترڅو زمونږ د خلکو امنیت خوندی وساتل شی.»
د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت په مقر برلین او په بمبی کی د آلمان په قونسلګری کی د کړکیچ د څارنی کمیسیون ټاکل شوی دی. د آلمان د روانی چارو یو تیم هند ته واستول شو. د دغه تیم کارپوهان به د حملو د قربانیانو او د هغو له خپلوانو پالنه وکړی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت مشوره نه ورکوی چی په اوسنیو شرایطو کی دی بمبی سفر وشی. هغه مسافرین چی د هند په نوموړی تجارتی ښار کی اقامت لری باید په خپلو کورونو او کوټو کی پاتی شی تر څو د سیمی چارواکی د امنیتی وضعیت په هکله ډاډ ورکړی.