1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې دی

۱۳۸۶ تیر ۸, جمعه

ښاغلی بن کي مون دا مهال په کابل کې دی تر څو له افغان ولسمشر او د ناټو ځواکونو له مشرانو سره د طالبانو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/DK9M
ښاغلی بن کي مون او افغان ولسمشر کرزی راتلونکي اونۍ په روم کې هم سره گوري
ښاغلی بن کي مون او افغان ولسمشر کرزی راتلونکي اونۍ په روم کې هم سره گوريانځور: picture-alliance/dpa
نوموړي په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته له کرزي سره د عکاسانو په وړاندې روغبړ وکړ او بيا د خبرو اترو په موخه ورننوتل. دا دواړه به په راتلونکي اونۍ کې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې په ترڅ کې په ايټاليا کې سره وويني تر څو په هېواد کې د قانون د حاکميت او د بشر د حقونو په هکله خبرې وکړی. ښاغلي بن کي مون همداراز د ناټو د ايساف ځواکونو قوماندان جنران دېن مک نيل سره وکتل. ټاکل شوې ده چې دی به د جمعې په ورځ بېرته ستون شي.