د ملگرو ملتونو عمومي غونډه پای ته رسیدلې ده
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهپه نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۶۷ غونډه پاې ته رسیدلې ده. د تیرې سه شنبې د ورځې راهیسې د ۱۹۳ هیوادونو استازو، په شمول د عمومي منشي بانکي مون، د عمومي اسامبلې د رئیس، د اروپایي ټولنې، د فلسطین او واټیکان استازو دغې غونډې ته خپلې ویناوې وکړې.
د ملگرو ملتونو په دغه کلنۍ عمومي اسامبله کې هر هیواد حق لري چې دخپلې خوښې پر یوې موضوع باندې بحث وکړي. د سږ کال غونډه له جر او جنجال څخه خالي وه. همداشان د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد، د سږ کال وینا د تیرو اوو ویناوو په پرتله نرمه وه. خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشینا، بیا په خپله وینا کې د پاکستان له لوري په ملگرو ملتونو کې د کشمیر د مسئلې راپورته کول غندلي دي. هغه په خپله وینا کې ویلي دي چې دوی له پاکستان سره د سره خبرې اترې پیل کړي دي او د دواړو هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکي دي.