د ملگرو ملتونو د نړۍ خوراکي پروگرام د ناخوالی وضعي خبرداری ورکوی
۱۳۸۸ مرداد ۱۶, جمعهپه تاريخ کي په لومړي ځل يو مليارډه انسانان له سختي لوږي سره مخامخ دي.«
دا د جنيفر پارملي څرگندوني دي چي په واشنگټن کي د نړۍ د خوراکي پروگرام ويانده ده. دوه کاله پخوا لا د وږو خلکو شمير په نړۍ کي 860 مليونو ته رسيدهء. اوس دغه کچه پنځه لس فيصده زياته شوي ده. د نړۍ خوراکي پروگرام هڅه کوي چي هر څومره ډيرو خلکو سره مرستي وکړي. پروسږ کال يي په 102 مليونو انسانانو باندي په 76 هيوادونو کي مرستي وويشلي. خو دا يواځي لس په سلو کي ځپل شوي انسانان دي. تر دي دمه ملگري ملتونه نور ډيرو خلکو ته مرستي نه شي رسولاي:
«د ملگرو ملتونو د نړۍ خوراکي پروگرام په تاريخ کي تر ټولو لويو ننگونو سره مخامخ دي.«
د کړکيچ په ترينگلي کيدو کي ډير فکتورونه ونډه لري. د ساري په توگه د نړۍ اقتصادي بحران تر ټولو بي وزله هيوادونه ډير زيانمن کوي. ځکه چي دغه هيوادونه لږ مالي امکانات او لږه پانگه لري. په ښو ورځو شپو کي هم دغه هيوادونه د خپل داخلي عايد لويه برخه د خوراکي موادو د پير او لاسته راوړلو په برخه کي مصرفوي. ورسره سم نړيوال اقتصادي بحران هم شتمنو هيوادونو ته محدوديتونه ټاکي چي پرمختلونکو هيوادونو ته نور څومره پيسي ورکولاي شي.
د خوراکي موادو لوړي بيي، دواملرونکي نړيوال اقتصادي بحران، په ځينو ساحو کي د چاپيريال ورانول، د وگړو د شمير ډيريدل او اکثرا د سياسي دلايلو له مخي روان سياسي کړکيچونه د دي سبب گرځي چي د نړۍ خوراکي پروگرام په ځينو سيمو کي په کافي توگه مرستي نه شي کولاي. د ساري په توگه به يوگاندا واخلو:
«موږ دي ته اړ ايستل شوي يو چي شپږ لکو انسانانو ته د يوگاندا په شمال کي خوراکي مرستي بندي کړو.«
دا د پارمالي څرگندوني وي چي د نړۍ خوراکي پروگرام پوري اړه لري.
«دغه پريکړي موږ ته آسانه نه پريوځي. دا خبره نه يوزاي يوگاندا پوري صدق کوي. موږ په نورو هيوادونو کي هم مرستي کمي کړي دي.«
په کينيا کي د ساري په توگه د خوراکي موادو کچه کمه شوي ده. د پخوا لس مليونو اړمنو کسانو پر ځاي اوس يوازي دريمي برخي کسانو ته د نړۍ د خوراکي پروگرام لخوا مرستي ورکول کيږي. دغسي يو ورته انځور په آسيا کي هم تر لاسه کيږي:
«په بنلگلاديش کي مثلا، په اطرافي سيمو کي د هغو خلکو شمير يو په څلورو کم شوي دي چي د ملگرو ملتونو له دغه سازمان له اړخه يي ملاتړ کيږي.«
تر ټولو غريب خلک ځپل کيږي. هغه خلک چي د ورځي يوازي يو يا دوه واري ډوډۍ خوري او ډير وچ او لغړ وي.«
د ملگرو ملتونو د نړۍ خوراکي پروگرام په سپتمابر کي د جي شل د سازمان تر غونډي مخکي په شتمنو هيوادونو باندي غږ وکړ چي د پرختيايي مرستو په برخه کي دي زياتي پيسي ولگلوي.
په عين وخت کي يي په ايټاليا کي د وروستۍ جي اته سرمشريزي پريکړي وستايلي. د هغوي له مخي به په پرمختلونکو هيوادونو کي دهقانان د کرهڼي په برخه کي د شل مليارډو ډالرو په مقدار مرستي تر لاسه کړي.
ميودراګ سوريچ/نسيم صابر
کتونکي: عبدالباري حکيم