د ملگرو ملتونو د غوښتنې سربیره د سوډان پولیس لا هم آبایي کې دي
۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعهاعلان
د سوډان وسله والو ځواکونو ویلي دي چې دوی پلان لري د آبایې شخړه ییزه سرحدي سیمه کې پولیس وساتي. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د سوډان پر ټولو وسله والو پولیسو غږ کړی وو چې دغه سیمه پریږدي.
د آبایي سیمه د سوډان او گاونډي هیواد جنوبي سوډان تر منځ شخړه ییزه مسئله ده. دغه سیمه ډیر تیل لري او دواړه هیوادونه ادعا کوي چې دا دوی پورې اړه لري. د اپریل په میاشت کې د نفتو د عاید په سر په دغه سیمه کې سخته وسله والې نښتې هم رامنځ ته شوې وې. د ملگرو ملتونو د یوه پریکړه لیک پر اساس د دواړو خواو څخه له دغه سیمې څخه د خپلو ځواکونو د راایستلي خبره شوې وه.