1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا سوریې ته څارونکي لیږي

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14eGg

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د شنبې په ورځ سوریې ته د څارونکو د لیږلو په حق کې رایې ورکړې ده. دغه ماموریت به په سوریه کې وضعه ارزیابي کوي او دا خبره به یقیني کوي چې ټولو اړخونو وسلې پر ځمکه ایښي دي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې سوزن رایس ویلي دي چې روسیې هم دغه گام سره موافقه ښودلې ده. روسیې په لومړي سر کې په دې اړه وړاندې شوې مسوده رد کړې وه.

په پام کې ده چې د څارونکو ۳۰ کسیزه ډله به په نزدي ورځو کې سوریې ته ورسیږي. په عینی حال کې د سوریې دولتي ځواکونو د شنبې په ورځ د حمص پر ښار باندې گولې ورولي دي چې په پایله کې ئې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي. رایس ویلي دي چې دغه عمل د پنجشنبې د ورځې د نافذ شوي اوربند څخه سرغړونه ده.

د ملگرو متلونو عمومي منشي بانکي مون ویلي دي چې په سوریه کې د ۱۳ میاشتو راهیسې د روان کړکیچ له امله شاوخوا ۱ میلیون انسانان بې ځایه شوي دي. دغه ارقام وروسته تر هغې خپاره شول چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری سوریې ته د یوه څارونکي ماموریت د لیږلو په حق کې رایه ورکړه.