1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو ناظرین دمشق ته رسیدلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14eVg

سوریې ته د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د لیږلو تر پریکړې وروسته اوس دغه هیواد ته د لومړۍ ډلې یو څو غړي رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي چې ناظرین په دمشق کې دي او له نن ورځې وروسته به د اوربند او له ښارونو څخه د عسکرو د راویستلو د پیل څارنه وکړي.

د څارونکو په دې ډله کې اوس دیرش تنه شامل دي او وروسته به ئې شمیره ۲۵۰ ته لوړه شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د روسیې تر توافق وروسته سوریې ته د ناظرینو د استولو پریکړه وکړه. دغه قرارداد سوریه مکلفوي چې ناظرینو ته د حرکت پوره ازادي ورکړي.

د پنجشنبې د ورځې راهیسې یعني د اور بند د پلي کیدو وروسته په حمز او الیپو کې د نښتو خبرونه ورکړل شوي دي چې د اپوزیسیون د وینا له مخې پکښې ۱۸ تنه وژل شوي دي.