1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د پلټنو په کمیسیون کې د اسراییل کډون

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

د اسراییل حکومت د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره دې ته چمتو دې چې د خپلې اردو د کړو وړو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا کیدونکو پلټنو کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/Oavy
اسراییل هیڅ داسې کار نه دې کړې چې یې پټ کړي: نیتن یاهوانځور: picture alliance / dpa

اسراییل اوس د ملګرو ملتونو د پلټنې کمیسیون ته خپل یو نماینده ورلیږي. د روان کال د مېې په میاشت کې اسراییلي عسکرو په شپږو هغو کشتیو حمله وکړه، چې د غزې د تراړې د اوسیدونکو لپاره په امدادي سامانونو بار وې. په دې پیښه کې نهه ترکی خیریه کار کونکې ووژل شول. په نړۍ والو اوبو کې په دې کاروان باندې د اسراییل حمله پر ټوله دنیا کې وغندله شوه.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نیتن یاهو ویلي دي چې په دې کمیسیون کې د ګډون کولو سره اسراییل غواړي چې نړۍ والو ته ددې پیښې په اړه ټول حقایق ښکاره کړي. ده زیاته کړه چې اسراییل هیڅ داسې کار نه دی کړې چې باید پټ یې کړي. نیتن یاهو لا د جون په میاشت کې دا خبره کړې وه چې دده هیواد د دې پیښې په پلټنه کې ډیره دلچسپي لري. او غواړي د ډیرو پوښتنو ځوابونه ومومي.

« ددې کشتۍ د تندلارې ډلې تر شا څوک ولاړ وو او چا ورسره مالي مرسته کړي وه؟ څه رنګه تبرګي ، کوتکونه او چوړ کۍ دې کشتیو ته لاوړل شول؟ او دوي ولې دومره ډیرې نغدې روپۍ له ځان سره درلودې او دا چې دا پیسې د کومې موخې لپاره دوي ته ورکړل شوي وې.»

اسراییلي حکومت د غزې د تراړې ټولې لارې څاري
اسراییلي حکومت د غزې د تراړې ټولې لارې څاريانځور: AP

خو اسراییلي حکومت په لومړي سر کې دې ته چمتو نه وو چې د ملګرو ملتونو د پلټنې په کمیسیون کې برخه واخلي. دوي ددې پیښې په اړه د تحقیقاتو دنده په اسراییلو کې یوه عسکري او یوه ملکي کمیسیون ته سپارلي وه. د ملکي کمیسیون مشر د اسراییلو د سترې محکمې یو پخوانې قاضي یاکوب تورکل دې.

« زمونږ د کمیسیون د کاري پروګرام له مخې مونږ دا پریکړه کړې چې د اسراییلو لومړی وزیر، د د فاع وزیر او د فوځ لوي درستیز او نور ټاکل شوي شاهدان د پوښتنو لپاره راوغواړو. حکومت دا حق نه لري چې د کمیسیون کاري موده محدوده کړي. او کمیسیون به هم دا هڅه کوي چې خپل کار ژر تر ژره سرته ورسوي. »

خو د تورکل او دده د پلټنو د کمیسیون د هڅو او کار سره سره د اسراییل د کورنیو چارو کابینې دا پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د سر منشي بان کي مون غوښتنې ته به هم مثبت ځواب وایې. خو ددې پرسر به د ملګرو ملتونو سره خبرې اترې کیږي چې په کمیسیون کې به څوک ګډون کوي او په دقیقه توګه به د هغه دنده څه وي.

بان کي مون لومړي د ترکیه او اسراییلو د پلټنود ملي کمیسیونو نتایجو ته انتظار باسي. د ملګرو ملتونو کمیسیون به ددې ورسته په خپل کار لاس پورې کوي. ددې کمیسیون مشري به د نوي زیلنډ پخوانې لومړی وزیر جیفري پالمر کوي او ددې کمیسیون د پلټونو یو منځ مهاله راپور به په سپتمبر کې وړاندې شي.

لیکونکې : انګلبریشت/ بریښنا صابر
کتونکې : احمد ولي اڅکزی