1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د مهاجرو په کنونسیون کې د بدلون غوښتنه

۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

د دنمارک صدراعظم د یکشنبې په ورځ وویل چې هڅه به وکړي ترڅو د ملګرو ملتونو د مهاجرت په کنونسیون کې بدلون راولي. دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرو اوسنی کړکیچ له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې بیساری دی.

https://p.dw.com/p/1HUga
Dänemark Ministerpräsident Lars Lökke Rasmussen
انځور: picture-alliance/dpa/K. Navntoft

لارس لوکی راسموسن، له TV2تلویزیون سره د خبرو پر مهال وویل: «که دا حالت ادامه پیدا کړي او یا له دې هم وران شي [...] موږ به هغه حالت ته ورسیږو چې باید خبرې وکړو او دنمارک به و نشي کولای په یوازې دا کار وکړي او د لوبې قوانین بدل کړي.»

د دنمارک لومړي وزیر، چې «وینستري» ګوند یې په پارلمان کې د مهاجرو ضد د دنمارک د خلکو ګوند (DDP)ګوند ملاتړ لري، وویل چې د ۱۹۵۱کال په کنونسیون کې باید بدلون راشي تر څو د مهاجرو حقوق په هغه هیواد کې واضح شي چې هلته لومړی رارسیږي.

هغه په دنمارک کې له دې تلویزیون سره په خبرو کې وویل: «که یو څوک غواړي له جګړې څخه وتښتي او بیا په ترکیې کې د درې کلونو له پاره پاتې کیږي، آیا له دې وروسته باید هغه اروپا ته ولاړ شي او د پناه غوښتنه وکړي؟ په اوسني حالت کې قوانین دې کس ته د دې کار کولو اجازه ورکوي. خو په دې اړه به موږ خبرې وکړو.»

د دنمارک صدراعظم په دې باور دی چې اروپايي ټولنه باید هڅه وکړي ترڅو په دې کنونسیون کې بدلون راشي. دا کنونسیون د دویمې نړیوالې جګړې څخه شپږ کاله وروسته د ملګرو ملتونو له خوا د مهاجرو د قانون په توګه ومنل شو.

Dänemark Padborg Bahnhof Flüchtlinge
انځور: Reuters/Scanpix/A. Ladime

د مهاجرو پر وړاندې د دنمارک د حکومت تګلاره د نړیوالو له نیوکو سره مخامخ شوي دي. په وروستي اقدام کې د دې هیواد چارواکو وویل چې پولیس به د مهاجرو قیمتي وسایل او شتمنۍ ضبط کړي.

د دې پلان په اړه به د دنمارک پارلمان په جنوري میاشت کې خبرې اترې وکړي خو ځینې کسان بیا دا پلان له نازي آلمان سره پرتله کوي. د نازي آلمان سرتیرو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له یهودانو څخه طلا او نور قیمتي زیورات ضبط کړي ول.

د ۲۰۱۵کال له جنوري څخه تر نومبر میاشتې پورې ۱۸زره کسانو په دنمارک کې د پناه غوښتنه کړې ده. د دنمارک نفوس شپږ میلیونه کسان دي.په همدې حال کې د دنمارک ګاونډی هیواد سویدن تمه لري چې په ۲۰۱۵کال کې په دې هیواد کې ۱۹۰زره کسان د پناه غوښتنه وکړي. همداراز اټکل کیږي چې آلمان ته هم د ۲۰۱۵کال تر پاې پورې یو میلیون مهاجر ځان ورسوي.