1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا جوړيدل پرمختګ دی که پر شاتګ؟

۱۳۸۷ دی ۱, یکشنبه

هغه اصلاحات چي له امله يي د بشر د حقونو د کميسيون پر ځای د ملګرو ملتونو د بشر دحقونو شورا منځته راغله د ملګرو ملتونو په ستر جوړښت کې يوه لويه پروژه وه

https://p.dw.com/p/GKsd
دملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
دملګرو ملتونو د بشري حقونو شوراانځور: picture-alliance/ dpa

که څه هم چې دغه شورا تراوسه د نه پاي ته رسيدونکو لانجو صحنه ده، خو د غه بنسټ بايد نه يوازې نفوذ بلکې کفايت او کار جوړونه هم ولري. که څه هم چې ددغې شورا له جوړيدو نه دوه کاله کيږي بيا هم ددې ځای شته،چي پوښتنه وشي چي آيا کوم پرمختګ هم شوی دی که نه؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا جوړيدل پرمختګ دی که پر شاتګ؟

د 2006 زيږديز کال د مارچ په مياشت کې کله چې د ملګرو ملتونو ټولنې د بشری حقونو د شورا جوړيدوته پريکړه وکړه، د ملګرو ملتونو د سازمان د هغه وخت مشر کوفي عنان دا د بشر د حقونو لپاره يو نوی پيل وباله. په دې توګه د بشری حقونو سازمان له منځه لاړ.

د بشری حقونو د کميسيون د له منځه تلو لامل د عتماد په جلپولو کې نه برياليتوب وو. اوس د بشر دحقونو 47 غړيزه شورا په نړۍ کي له بشري حقونو څخه ساتنه کوی، څارنه يي کوی او پراختيا بايد ورکړی.

پوښتنه دلته ده چې آیا ددې وخت رارسيدلی چې ددغې شورا له کار څخه يوه مثبته پايله ولرو؟ د آلمان د بشری حقونو دسازمان مشر هاينر بيليفيلد په ځواب کې وايي چي په هيڅ ډول نه.

دی وايي:«لومړنۍ تجربې ښيی چې موږ اوس له څو مياشتو وروسته هم په شک کې يو. وګورۍ کله چې مصر د يوه مبالغوی ساري په توګه وړانديز کوی چې په هالنډ کې بايد داعدام د حکم د بيا انفاذ په هکله سوچ وشی، دا خپله يوه افتزاح ښيي».

البته دا ممکنه شوه چې دا ډول وړانديزونه د وړانديزونو له ليست څخه وباسو. خو دا کولای شی د هغو غړو غوښتنې وښيی چې د خاصو اړيکو لخوا يی لارښودنه کيږی. د بشر د حقونو شورا هغه بنسټ دی چې د حکومتونو د استازو له ټوليدو څخه جوړ شوی او لاچاره د سياسی غوښتنو په بنسټ پريکړه کوی نه دا چې رښتيا څه دی.دا هغه ټکی دی چې کارپوهانو ته د پوهيدو وړ دی.

رات ګيبر وايي:«موږ يوازې هيله من يو چې دبشر دحقونو شورا له دې نه چې د حکومتونو د سياسی غوښتنو په مطابق پريکړې وکړی، د هغو موخو او منشور په بنسټ پريکړه وکړی چې ورته ټاکل شوې ده.»