1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملکي افغانانو په وژنه تور پولنډي عسکر محاکمه کيږي

dpa۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د پولند پوځي څارنوال د ملکي افغانانو په وژنو څلور تنو تورونو پولندي عسکرو ته له پنځو څخه تر دوولسو کالو بند سزاوي غوښتي دي. پر دغو عسکرو تور دی چي په ۲۰۰۷م کال کي ئې ملکي افغانان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1EoSh
انځور: Bilderbox

په دوهمه محکمه کي پر دغو څلور تنو پولنډي عسکرو باندي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په چوکاټ کي ئې دنده لرله د جنگي جنيتکارانو تور لگول سوی دئ.

دغو عسکرو د ۲۰۰۷م کال په اگست مياشت کي د پکتيکا ولايت په ننگرخېل کيلي کي د يوه واده شپږ تنه مېلمانه وژلي دي. په وژل سوو کي درې تنه کوچنيان هم شامل ول.

تورنو پولنډي عسکرو ويلي دي چي دوی هغه مهال په دغه کلي کي فيرونو واورېدل او فکر ئې وکړ چي پر دوی باندي د طالبانو له خوا فيرونه وسول.

د پولنډي عسکرو پرضد د جنگي جنايتونو په لومړۍ محکمه کي چي په ۲۰۱۱م کال کي جوړه سوې وه ۱۱ تنه عسکر ول خو وروسته بيا ۷ تنه تورن عسکر د کره شواهدو د نه سته والي په خاطر بې گناه وبلل سول.

تردې يو کال وروسته بيا د پولند ستري محکمې لارښوونه وکړه چي د څلورو تنو عسکرو محاکمه دي پيل سي. د محکمې پرمهال ټولو عسکرو خپل ځانونه بې گناه بللي دي.

د عسکرو مدافع وکيل ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ به خپله دفاعيه وړاندي کړي.

دا چي د محکمې حکم به څه مهال اعلان سي تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.