د ملکي افغانانو په وژنه تورن سرتیری د الکولو او فشار تر اغيز لاندي وو
۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعهاعلان
د يوې امریکایي ورځپاڼي په حواله هغه امريکايي سرتیری چي د يکشنبې په ورځ ئې په افغانستان کي ۱۶ تنه ملکي افغانان ووژل، د شرابو او فشار (سټريس) تر اغيزي لاندي وو. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې تیره ورځ د یوه امريکايي چارواکي په حواله رپوټ ورکړی دئ، چې دغه امريکايي شکمن قاتل د خپل جنايت د سرته رسولو پر وخت په وينه کي الکول درلودل. سربيره پر دې دی په جبهې کې د دندې تر سره کولو څخه ستړی سوی وو او کورنۍ ستونزۍ ئې هم درلودې.