1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملکي افغانانو په وژنه تورن ترجمان ونیول شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۸, سه‌شنبه

افغان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو هغه ترجمان (ژباړونکی) یې نیولی دی چې د ملکي وگړو د وژلو او د هغوی د ربړوني تورونه ورباندي لګول شوي ول.

https://p.dw.com/p/193uq
Einem Studenten sind am Mittwoch (21.06.2006) von der Bereitschaftspolizei am Frankfurter Hauptbahnhof Handschellen angelegt worden. Nach Angaben der Polizei vor Ort hatten mehrere Studenten zuvor im Bereich des Hauptbahnhofs Müllcontainer auf die Gleise geschoben. Im Bereich Frankfurt hatten Studenten in den vergangenen Wochen wiederholt gegen Studiengebühren demonstriert. Foto: Jürgen Mahnke dpa/lhe +++(c) dpa - Report+++
Symbolbild Verhaftungانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه بیانيه کې ویلي دي چې دغه وګړی ذکریا کندهاري نوميږ چې «په وروستیو وختونو کې» د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی. په بیانیه کې راغلي دي چې پر دغه کس باندې «د څو جرمونو» تورونه لګول شوي دي.

د ملي امنیت په بیانیه کې پر ذکریا کندهاري باندي د لګول شویو تورونو جزئیات نه دي راغلي. خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې پر هغه باندې د نهو تنو لويانو او ماشومانو د وژلو تورونه هم لگول شوي دي.

دغه نهه تنه وگړي په لومړي سر کې ورک شول او بیا وروسته دا خبره ثابته شوه چې هغوی وژل شوي دي. ائتلافي ځواکونو د دغو کسانو د ورکیدو په قضیه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي خو دغي موضوع تر دې مخکې د کابل او واشنگټن تر منځ یو څه جنجالونه رامنځ ته کړي ول.

له دې سره هغه پلانونه چې امریکا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل يو شمیر ځانگړي ځواکونه په افغانستان کې وساتي له ستونزو سره مخامخیدای شي.

تر دې مخکې ادعا شوې وه چې کندهاري، په وردگو ولایت کې د دغو کسانو په ربړونه وژنه کې لاس لاره. د دغو رپوټونو تر رابرسیره کیدو وروسته، ولسمشر کرزي د وردگو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له میشتو امریکايي ځانگړو ځواکونو څخه وغوښتل چې دغه سیمه پریږدي.

که څه هم کرزي غوښتي ول چې دغه ځواکه نه یوازې نرخ ولسوالي، بلکې د وردگو له بشپړ ولایت څخه د ي ووځي، خو په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف دانفورد، بیا ویلي ول چې دغه شان یو اقدام د کابل امنیت له گواښ سره مخامخولای شي. د وردگو ولایت د کابل په ۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

د افغانستان د ملي امنیت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې کله هغوی کندهاری ونياوه نو له هغه سره د افغانستان دوې جعلي نذکرې او اووه نور تقلبي کارتونه موجود ول. د دغې ادارې په وینا کندهاري همداراز له ځان سره درې توپانچې هم لرلې.

د بیانېې په پای کې راغلي دي چې اوس د کندهاري د قضیې په اړه څېړني رواني دي چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي.