1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي اردو يو جنرال له هيروينو سره نيول سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان پوليسو د دغه هيواد په شمال کي د ملي پوځ يو جنرال د شلو کيلو هيروينو د قاچاق په تور نيولی دئ. دغه خبره د افغانستان د دفاع وزارت هم تائيد کړې ده. دا لومړی وار دی چي د يوه لوی چارواکي د نيولو خبر ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1FrDH
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khaliq

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د بلخ ولايت د ملي اردو د استخدام رئيس له خپل يوه ساتونکي سره د هيروينو د قاچاق په تور نيول سوی دئ.

وزيري ويلي دي: «زه دا خبره تائيدولای سم، چي د بلخ ولايت د ملي اردو د استخدام مرکز رئيس په خپل موټر کي د غير قانوني مخدرو موادو د لېږد په تور نيول سوی دئ.»

د بلخ ولايت د ملي اردو د استخدام مرکز رئيس بريد جنرال عبدل سما د ملي اردون په رينجر موټر کي د خپل يوه ساتونکي سره په بغلان ولايت کي له ۱۹ کڅوڼو هيروينو سره نيول سوی دئ.

ويل کيږي چي په دغه پېښه کي يو بل تورن کس هم نيول سوی دئ. خو د هغه د هويت په اړه څه نه دي ويل سوي.

افغانستان چي د تارياکو د توليد په برخه کي په نړۍ کي لومړی ځای لري، داسي نادره پېښيږي چي يو جنرال يا يو لوی دولتی چارواکی دي د مخدرو موادو د قاچاق يا کاروبار په تور ونيول سي او اعلان سي.

په افغانستان کي د نړۍ د مخدرو موادو په سلو کي۹۰ سلنه توليديږي.

امريکا متحدو ايالاتو او شريکانو ئې په افغانستان کي په ميلياردو ډالره مصرف کړل چي د دغو مخدرو موادو ريښه وباسي، خو پکښې ناکامه سول او پروسږکال دومره تارياک کرل سوي ول چي ساری ئې نه لاره.