1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملت د بابا لومړی تلين

۱۳۸۷ مرداد ۱, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهرشاه څلويښت کاله پاچاهي کړې او دی د افغانستان د هغو پاچاهانو په ډله کي شمير کيږي چي، د ده د دوه اړخيزو سياستونو په هکله ډيري مناقشې رواني وې

https://p.dw.com/p/Ehgt
د ملت بابا محمد ظاهرشاه
د ملت بابا محمد ظاهرشاهانځور: AP

نن د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لومړی تلين دي.داچي په خواني پاچا په فغانستان کي له تاريخي پلوه څه نقش لوبولی په دې اړه د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر ډاکټر سيد موسی صميمي يوه ليکنه کړې.

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهرشاه څلويښت کاله پاچاهي کړې او دی د افغانستان د هغو پاچاهانو په ډله کي شمير کيږي چي، د ده د دوه اړخيزو سياستونو په هکله ډيري مناقشې رواني وې، او د ده د سياستونو اغيزي د افغانستان د د ورستيو 70 کلونو په هنداره کي ليدل کيږي.

ظاهرشاه، داسي يو پاچا نه و چي وسي کړای خپلي خبري او سياسي نظريې په نور باندي ومني. دی د سياسي تصميم نيولو څخه ويريدی او د خپل سياسي پريکړو د خطونو منلو ته هيڅ کله چمتو نه و. دده نوم د افغانستان د تيرو اوو لسيزو د هغه انکشافاتو سره چي ډيري لوړي او ژوري لري او له ډيرو پيښو سره مل دی ډير نږدې تړاو درلودی.

د ملت بابا محمد ظاهرشاه او جمهوررييس حامد کرزی
د ملت بابا محمد ظاهرشاه او جمهوررييس حامد کرزیانځور: AP

د ظاهر شاه په څنګ کي داسي کسانو حکومت کاوه چي، دده په نوم به هغوی خپل د مناقشې ډير سياسي اعمال او د قدرت طلبي اهداف پر مخ بيول، چي په نتيجه کي همدغه کسان وچي، افغانستان يي د تباهۍ و کندی ته ور وغورځوی.

محمد ظاهرشاه، چي وروسته يي د ظاهرشاه لقب ترلاسه کړی دی. د 1914 ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر 15 نيټه په کابل کي زيږېدلی، په خټه پښتون او د محمدزايي په کورنۍ پوري يې اړه درلوده. محمدزايي د دراني کورنۍ يوه څانګه بلل کيږي او درانيان زياتره په کندهار او شاوخوا سيمو کي ژوند کوي.

د 18 پيړۍ راپدېخوا په افغانستان کي د درانيانو حکومت پيل سوی دی.

محمد ظاهر خپل تحصيلات په فرانسه کي کړی، کله چي دی افغانستان ته رارسيږي نو د 18 کلنۍ په عمر د یو څه مودې لپاره ده ته د دفاع د وزارت او بيا د پوهني د وزارت چاري په کفالتي ډول سره سپارل کيږي. د پلار تر وژل کيدو وروسته دی د 1933 ميلادي کال د نومبر د مياشتي پر 8 نيټه د پاچاهۍ پر تخت کښېني او د پاچا په توګه دده لومړی اجراسوی کار داوچي، دی د خپل پلار د قاتل 16 کلن عبدالخالق د اعدام فرمان صادروي.

پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه او ښاغلی حامد کرزی
پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه او ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

د تيري پيړۍ په پنځوسمه او شپېتمه لسيزه کي چي په هيواد کي د سياسي تحرکاتو څپې رواني وې، او پاچا بايد په دغه وخت کي په لازمو او اغېزمنو اقداماتو باندي لاس پوری کړی وايي. ددې پر ځای چي دا کار وکړی، دا هڅه يي کړې چي،د ضل الله فی الارض، ياپه مځکه کي د خدای د سيوري په نامه ځان د مسوليتونو څخه ګوښه کړي او بيا وروسته په نوي اساسي قانون کي د ټولواک په نامه خپل حاکميت ته قانوني بڼه ورکړي. په دې توګه پاچا کولای سوای په هره مساله کي پخپل اختيار سره تصميم ونيسي خو هيڅ ډول مسوليت ونه مني.

په 1964 ميلادي کال کي په افغانستان کي لويه جرګه جوړيږي او پکښي د افغانستان لپاره يو نوی اساسي قانون منل کيږي، چي د نوي اساسي قانون له مخه په افغانستان کي بايد يو مشروطه شاهي نظام منځ ته راسي. خو وروسته پاچا د ګوندونو قانون چي په افغانستان کي د ډيموکراسۍ د تاداو ايښولو لپاره يي بنيادي اهميت درلود، هيڅ کله نه لاسليک کاوه! خو بياهم په هيواد کي ګوندونه منځ ته راځي، خو هغه سياستمداران چي د پاچا دپاره مطلوب شخصيتونه بلل کيږي هغوی تر فشار لاندي نيول کيږي او په رنګارنګ ډول سره زوريږي. هغه اونيزي چي نيوکي يې کولې ټول منع کيږي او مسولين يي بندته استول کيږي.

Afghanischer Präsident Hamid Karsai offiziell in Amt eingeführt
انځور: AP

په 1973 ميلادي کال کي، کله چي ظاهر شاه په اټاليې کي و، د پاچا د اکازوی او اخښی محمد داود،چي د 1953 ميلادي کال څخه تر 1963 کاله پوري د افغانستان صدراعظم هم وو. د ظاهرشاه پرضد پوځي کودتا کوي او شاهي نظام په افغانستان کي ړنګيږي.

ددې پيښي څخه وروسته د افغانستان پخوانی پاچا ظاهر شاه له روم څخه د افغانستان د سياسي پيښو ننداره کوی. خو داسي کومه هڅه دده لخوا نه ليدل کيږي،چي دی وغواړي د افغانستان پر روانو حالاتو باندي کومه اغيزه ولري.

کله چي په 1989 ميلادي کال کي د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد يرغل ګر ځواکونه پر شاځي بيا هم په افغانستان کي ارامي نه راځي برعکس حالات لا پسي ويجاړيږي. په همدې وخت کي ظاهر شاه د يوې لويي جرګې غوښتنه کوي او وايي، که دغه راز يوه لويه جرګه جوړه سي، نو دی به هم په هغه کي ونډه واخلي.

د ظاهر شاه په عقيده دغه لويه جرګه بايد د افغانستان د راتلونکي برخه ليک په هکله يوه بنيادي پريکړه وکړي. خو دپاچا ددغه وړانديز څخه نه په افغانستان کي دننه چاملاتړ وکړی او نه په نړيواله سطحه چا دغه وړانديز ته غوږ ونيوی.

په بن کي د پيترسبرګ ماڼۍ
په بن کي د پيترسبرګ ماڼۍانځور: AP

کله چي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو تر قوماندې لاندي د طالبانو او د القاعدې د نړيوال اسلامي ترورستي سازمان د شبکو د راپرځولو دپاره د 2001 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کي عمليات پيل سول نو د افغانستان پخوانی پاچا بيا د منځ ګړ په توګه راوړاندي سو.

دده دسلاکارانو کړۍ چي د روم د ډلي په نامه ياديږي د دروو نورو سياسي ډلو سره يو ځای د بن دښار د پيترسبرګ په غونډه کي ګډون درلود.

د 2002 ميلادي کال د اپريل د مياشتي پر 18 نيټه پخوانی پاچا محمد ظاهر د افغانستان د یوه وګړي په توګه هيواد ته راستون سو.

د بن د ښار د تړون ليک پربنسټ دی بايد دپاچاهۍ څخه تيرسوی وايي.

د ملت بابا محمد ظاهرشاه
د ملت بابا محمد ظاهرشاهانځور: AP

د افغانستان د 2004 ميلادي کال په اساسي قانون کي ده ته د ملت دبابا لقب ورکړل سو. داچي ادعا کيږي دی په افغانستان کي له ‌ډير محبوبيت څخه برخمن و له دې حقيقت پر بنسټ دغه ادعايوه آوازه بلل کيدای سي چي دده اخښی همايون شاه آصيفي په 2004 ميلادي کال کي د افغانستان د اولسمشرۍ د چوکۍ لپاره ځان نومولی و خو نوموړي په سلو کي تر يوه هم لږ رايي وړې وې.

همايوه شاه په افغانستان کي د ظاهرشاه استازی بلل کيدی خو ددغه هيواد خلګو دا نه وه هيرکړی چي ظاهرشاه د خپلي پاچاهۍ په څلويښت کلنه موده کي هسي څه نه دي کړي چي دی خلګ بيرته وغواړي.

ډيرشمير پښتنو هم نه غوښتل چي د همايون شاه اصيفي په څيره کي د ظاهرشاه په شان يوه حکومت بيا په افغانستان کي رامنځ ته سي.

د پاچا د سلاکارانو په ډله کي تل داخبره ياديږي چي ظاهر شاه د روغي جوړي لپاره يوه ډيره ښه څيره وه خو نوموړي ونه سوای کولای چي دغه نقش هم ولوبوي