1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ملا منصور د ږغ تر لاسه کولو هڅي رواني دي»

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د طالبانو وياند وايي چي د خپل مشر د ږغ تر لاسه کولو له پاره هڅي کوي. پر دغې ډلې د خپل مشر د ژوند په تړاو ثبوت وړاندي کولو له کبله فشار زیات سوی دی.

https://p.dw.com/p/1HHxN
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants/Handout

پر طالبانو د هغه وروسته د خپل نوي ټاکل سوي مشر ملا اختر محمد منصور د ژوند د ثبوت وړاندي کولو فشار زيات سو، کله چي يې په هکله راپورونه ورکول سول چي سخت ژوبل سوی دی. د افغانستان حکومت وويل چي داسي راپورونه لري چي ملا منصور د پاکستان د کوټي ښار ته نژدې په کچلاک سيمه کي د خپلمنځۍ شخړي وروسته په ډزو سخت ژوبل سوی دی.

خو د هغه وروسته چي د ملا محمد عمر د مړيني په تړاو طالبانو تر زیات وخت پوري حقيقت پټ کړی ؤ، اوس د هغوی ادعاوي چي دویم مشر يې روغ رمټ او په افغانستان کي دی، زيات باور لرونکي نه لري.

«ملا منصور په ليري پرته سیمه کي دی»

د ملا منصور د برخليک په تړاو د هغه وروسته لا آوازې زياتي سوې کله چي د جمعې په ورځ د رسنيو ناتائيد سوو راپورونه وليکل چي هغه وژل سوی دی. دا د هغه باوجوده چي طالبانو وويل چي د ملا منصور و ږغيز پيغام خپرولو ته چمتو دي تر څو د هغه د ژوند په تړاو ثبوت وړاندي کړي.

د طالبانو وياند مجاهد و فرانس پرېس خبري آژانس ته وويل:«زموږ لوی مشر په يوه ډېره ليري پرته سيمه کي ځای پر ځای دی کومي ته چي صرف يو څو قومندانان رسيدګي لري چي د هغه سره وګوري.» د نوموړي په وينا: «موږ هڅه کوو چي د هغه څخه يو ږغيز پيغام واخلو.»

د هغه وروسته چي تېره مياشت طالبان پر دوو برخو ووېشل سول، داسي معلوميږي چي د ملا منصور ډله د خپل مشر د ژوند ثابتولو له پاره زياته لېوالتيا لري. ملا منصور د ملا محمد عمر د مړيني د خبر د تائيد وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه اعلان سوی ؤ. که د هغه وژل کېدنه تائيد سي نو ښايي دا به د طالبانو تر منځ د مشرتابه پر سر لانجې لا توندي کړي.

«طالبان په بحران کي راګير دي»

په کابل کي اوسېدونکي کارپوه جاويد کوهستاني و فرانس پرېس ته ويلي دي چي طالبان د هغه وروسته د یو بحران سره مخامخ دي، چي ويې منل چي د ملا عمر مرګ يې پټ ساتلی ؤ. د دغه کارپوه په وينا «دوی به خپل پوره کوښښ وکړي چي د ملا منصور وژل يا ژوبل کېدنه مخفي وساتي. دا په دې وجه چي دا ډول يو خبر پر نورو برخو د هغوی د وېشل کېدو سبب ګرځېدلای سي.»

منصور د روان مېلادي کال د جولای مياشتي په ۳۱مه نېته د طالبانو د نوي مشر په توګه اعلان سوی ؤ. خو ډېر ژر په دې تړاو د طالبانو تر منځ اختلافات راڅرګند سول او د د ملا رسول په نوم بل کس هم د طالبانو د مشرۍ ادعا وکړه او پر ملا منصور يې تورونه ولګول.

پخپله یو شمېر طالبان تر اوسه لا په دې وجه ناراضه دي چي تر زيات وخت پوري د ملامحمد عمر مړينه پټه ساتل سوې وه. دا په داسي حال کي چي حتی د هغه په نوم د اختر پيغامونه خپرول کېدل.

د ملامنصور د ژوبل کېدني په تړاو خبرونه په داسي حال کي خپريږي چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو هڅي کيږي. ويل کيږي چي ملا منصور د افغان حکومت سره د خبرو اترو په حق کي دی. خو د هغه د ژوبل کېدني او مرګ خبرونه يو ځل بيا د سولي د خبرو اترو له پاره خنډ ګرځېدلای سي.