1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ملا اختر منصور مړی لا چا ته نه دی سپارل شوی»

۱۳۹۵ خرداد ۶, پنجشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي دي چې «ټولې نخښې نښانې» دا تائیدوي چې د طالبانو مشر اختر منصور د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دی.

https://p.dw.com/p/1IuhM
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د شنبې په ورځ په بلوچستان کې ایالت کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

سرتاج عزیز چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرینو چارو سلاکار دی ویلي دي چې ملا اختر منصور چې په غلط نوم یې په پاکستاني اسنادو سفر کاوه د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې وژل شوی دی. په دغه خبري کنفرانس کې سرتاج عزیز ویلي دي چې دوی د «ډي ان اې» تېست د نتیجې انتظار کوي چې تر هغې وروسته به جسد د هغه خپلوانو ته وسپارل شي.

سرتاج عزیز د برید په هکله په خپلو څرگندونو کې وویل چې دا د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده. هغه ویلي دي چې «موږ امریکا متحدو ایالاتو ته د دې موضوع په هکله خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده.»

سرتاج عزیز وړاندې ویلي دي چې د ډرون دغه برید «د افغانستان د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راوستې» خو په وینا یې دی اوس هم پر دې باور دی چې د افغانستان د شخړې د حل او فصل کولو لار، خبرې اترې دي.