د ملادیچ محاکمه پیل شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهاعلان
د بوزنیا د سربیانو د پخواني جنرال راتکو ملادیچ، محاکمه د هاگ د جرمونو په محکمې کې پیل شوه. ملادیچ اوس اویا کلن دئ. پر هغه باندې په بوزنیا کې د جنگي جنایتونو یوولس تورونه لگول شوي دي. په دغو تورونو کې په ۱۹۹۵ کال کې د ۸۰۰۰ مسلمانانو د وژلو د پلان جوړول هم شامل دئ.
ملادیچ تیر کال په سربیا کې تر ۱۶ کلونو تیښتې وروسته ونیول شو. د هغه محاکمه کیدای شي چې تر درو کلونو پورې دوام وکړي.