1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقدونیې او سربيا پر پوله سلګونه مهاجر بند پاتې دي

۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

له ۴۰۰ څخه زیات مهاجر له یوې اوونۍ را پدیخوا د مقدونیې- سربستان پر پوله د مهاجرو له خټو او اوبو څخه ډک کمپ کې بند پاتې دي. دوی نشي کولی چې له دې ځای مخ په شمال خپل سفر ته ادامه ورکړي او بیرته ګرځیدل هم نه غواړي.

https://p.dw.com/p/1ICOz
انځور: picture-alliance/dpa/D. Savic
دغه بند پاتې مهاجرو په داسو پر لمدو او خټینو ځمکو درول شوو خيمو کي ژوند کوي چي ډيري سړې دي. دا په داسي حال کي چي د هوا سوړوالی له صفر درجې څخه هم ښکته دی او پر له پسې درانه وروښتونو هم کیږي.

دغه ځای کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان په دې تمه د دغه سخت ژوند سره مقابله کوي، تر څو شمالي اروپا پر لور د تلو اجازه تر لاسه او خپل سفر ته ادامه ورکړي. خو دوی له دې وجې چې سربي چارواکو یې پر مخ خپلې پوله تړلې دي پر مخ نشي تلای. کمپ کې میشت مهاجر وايي چې په د مقدونيې په کمپونو کې هم ډیر سخت وضعیت شتون لري ځکه خو له دغه ځایه بیرته هلته ورتک نغواړي. په مهاجرو کې افغانان او عربان شته.

امیر، یو سوري مهاجر دی، هغه چې نغواړي مخ یې کمره کې وښودل شي وايي،« مونږ کې اکثره کسان له سوریې څخه دي او ډیر لږ برخه مو له عراق څخه راغلي دي». امیر وايي چې شپږ ورځې شوې چې دلته راغلی. هغه زیاتوي،« زه نغواړم چې بیرته ستون شم، زه غواړم چې له جګړې لرې آرام ژوند ولرم». د امیر ټول ملګري د هغه په شان ورته نظرونه لري او یوه خوله دي. د هغه یو ملګري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل،« مونږ نغواړو چې بیرته ستانه شو».

فاطمه له افغانستان څخه راغلې مهاجره ده، فاطمه چې د غیږ لور لري وايي چې دوه میاشتې یې مزل کړی چې تر دې ځایه رسیدلې دي. هغه وايي، چې هیڅ کله به غربي اروپا ته له رسیدو څخه ناهیلي نشي. فاطمه وايي،« زه له جګړې څخه راتښتیدلې یم، طالبانو زما خپلوان ووژل، ما زښته ډیرې ستونزې درلودې چې دلته راغلې یم، مونږ له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کوو چې مرسته راسره وکړي». یاد کمپ کې د میشتو ټولو مهاجرو یوازینې غوښتنه غربي اروپا ته د تلو اجازه او مرسته ده. د فاطمې ګاونډی کبیر وايي، « ماته چې د اروپا هره برخه یې هلته تلو ته تیار یم، باور وکړې چې هر ځای وي، مشخص هیواد نغواړم، فقط چې د اروپايي اتحاد برخه وي کافي ده».

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، د سایبیریا او مقدونيې ترمنځ سیمه کې تم شویو مهاجرو کې له نیمايي څخه زیات یې ماشومان دي، دغه اداره وايي چې د مهاجرو خیمې په لمدو او خټینو ځمکو کې درول شوي، په کمپ کې تل د ماشومانو د ژړاو غږونه اوریدل کیږي، د ډیرو ماشومانو شتون او نامناسب وضعیت د دې لامل شوی چې کمپ کې تل د تیار سی حالت وي. اکثره ماشومان د سړې هوا له کبله په سینه بغل او نورو ناروغیو اخته شوي دي. کورنۍ خپل ناروغ ماشومان درملنې لپاره مقدونیه کې د مهاجرو یو کمپ ته بیايي او له معاینې او درملو اخیستو وروسته بیرته همدې د خټو ډک ځای ته راځي. نارینه ډلې ډلې هر ساعت له خپل ځای لاره څاري چې آیا لاره خلاصه شوې که نه. دوی له پولیسو څخه چې د لارې د ساتلو مسوولیت لري په څلویښت مترۍ کې پراته دي.

د مقدونيې چارواکي وايي چې دغې سیمه کې یې د مخه د ۷۰۰ کسانو لپاره د اوسیدو ځای جوړ کړی خو مخکې په کې ۱۱۰۰ کسان اوسیدل.