د مقدونيا په سرحد کي د مهاجرو ستونزي
د مقدونيا له خوا د سرحدي کنترول له کبله په ټول يونان کي ډېر پناه غوښتونکي د سرپناه د نشته والي په خاطر په پټرول پمپونو کي بيدېدو ته اړ سوي دي.
درول سوي سفرونه
په داسي حال کي چي يونان ته د ورتلونکو مهاجرو شمېر لا د پخوا په شان لوړ دی، مقدونيا خپل سرحدونه ټينګ کړي دي. دغه هيواد ډېر لږ پناه غوښتونکي مني چي سرحد ته يې ورداخل سي. دا د دې سبب سوی چي د يونان او مقدونيا پر سرحد کي ډېر مهاجر بند پاته دي. ځيني وختونه داسي سوي چي تر ۲۰۰۰ پوري انسانان د ۱۴ او ۲۴ ساعتو تر منځ بې له سرپناه د پټرول پمپونو يا د تيلو ټانکونو په ساحه کي وخت تېر کړي.
د يخ پر ضد د فولادي رنګ شړۍ
په داسي حال کي چي هوا سخته يخه سوې ده، د يونان ټاپوګانو ته د پناه غوښتونکو راتګ ادامه لري. د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو اداره په تازه رارسېدلو پناه غوښتونکو د فولادي رنګ شړۍ ويشي. پخوا به دغو مهاجرو ته زرين او طلايي رنګ لرونکي ځانګړي پلاسټيکونه ورکول کېدل چي د مهاجرو د بحران سمبول ګرځېدلی وو.
بېړنی غبرګون
د مقدونيا له سرحد څخه ۲۰ کلومتره ليري د يونان په خاوره کي د ايکو دغه يو پټرول پمپ دی. د بې سرحده ډاکټرانو ټولني دلته شپږ ګرمي کږدۍ درولي او په دغو کي طبي مرستي کوي. د بې سرحده ډاکټرانو يو مرستندوی ګالي وايي چي داسي معلوميږي چي پوليس غواړي د مهاجرو د تګ بهير تر کنټرول لاندي وساتي، څو د دسامبر په څېر تاوتریخوالی رامنځ ته نه سي.
په سړه هوا کي اوږد انتظار
پناه غوښتونکي په هغو ورځو چي گڼه گوڼه زياته وي، دې ته اړ وي چي تر ۲۴ ساعتونو لا زيات وخت په يو پټرول پمپ کي انتظار وي. مرستندويان وايي چي ځيني پناه غوښتونکي په داسي حال کي چي د هوا تودوښه تر صفر سانتي ګراد لا کښته ده، کوښښ کوي چي تر تړلو سرويس موټرونو لاندي بيده سي.
پنځلس ورځنی ماشوم
د سېف د چلډرن مرستندويه ټولني يوه غړې وايي چي تېره شپه یوه مېرمنه مجبوره وه چي له خپل پنځلس ورځني ماشوم سره بې سرپناه تر شين آسمان لاندي شپه تېره کړي. دا په داسي حال کي چي هوا منفي اته سانتي ګراده وه. د يادي مرستندويه ټولني غړې وايي چي صرف شل کلومتره هاخوا تودې کږدۍ ولاړي دي، خو مهاجر ورته نه پرېښودل کيږي.
د دمي له يوه ځايه تر بل پوري
دانيل اسدزاده يو مسيحي عراقی دی. هغه تېر سهار پر پنځه بجې له خپلو ملګرو سره دغه پټرول پمپ ته ورسېد. هغه وايي چي تېره شپه يې د اتن په شمال کي په ورته وضعيت کي تېره کړې وه. نوموړی وايي چي نه سي کولای يوه بله شپه داسي تېره کړي. هغه وايي: «کله چي جرمني ته ورسېږم نو لومړی کار چي زه به يې کوم هغه به د ځان مينځل وي، ولي چي ځان د يو آس په شان ناپاک احساسوم.»
«د سرحد خلاصېدو له پاره دعا»
دانيل اسدزاده وايي چي و سرويس موټر ته يې ۴۵ ډالره ورکړي، څو د مقدونيا سرحد ته يې ورسوي. هغه وايي چي تر يونان پوري د رسېدو له پاره يې ۴۰۰۰ ډالره مصرف کړي دي. دغه مهاجر وايي چي ډېري لږ پيسې ورپاته دي او دا چي د نورو مهاجرو کورنيو هم دغه حال دی. دی وايي چي په هر تمځای کي مجبوره دي چي هر څه ځان ته په پيسو واخلي. هغه وايي چي دعا کوي ژر سرحد بېرته خلاص سي.
سرپناه د پيسو په بدل کي
د دغه پټرول پمپ يونانی مالک تيودوروس ساوليديس وايي چي پناه غوښتونکي د سودا له پاره ښه دي. هغه پناه غوښتونکي چي سودا کوي، اجازه لري چي دننه پاته سي. خو نور ټول لکه دغه افغان سړی چي په انځور کي سلام کوي، ايستل کيږي، چي شی نه رانيسي. ساوديليس وايي چي مهاجر د پټرول پمپ شيان ماتوي لکه تشنابونه، چوکۍ او داسي نور.
۱۱ ټنه د سون لرګي
د بې پولو ډاکټرانو په مالي مرسته د اېکو په نوم دغه پټرول پمپ ته چي ورته ۴۰ سرويس موټره پناه غوښتونکي رارسېدلي دي، د سون لرګي راوړل کيږي. د يکشنبې په ورځ دغه دريم او آخري بار دی چي راوړل سو. د مرستندويانو په وينا يو بار تقريبا ۱۱ ټنه لرګي وي چي د ۱۰۰۰ يورو په شاوخوا کي بيه لري.
شپه تر شنه آسمان لاندي
په داسي حال کي چي د ايدوميني کمپ ډک وو، تقريبا ۲۰۰۰ انسانانو د يکشنبې په ماخستن د ايکو پټرول پمپ څخه دباندي تر شنه آسمان لاندي شپه تېره کړه. د مرستندويانو په وينا په داسي حال کي چي د نورو پناه غوښتونکو راتګ ادامه لري، دغه ډول منظرې عادي ګرځېدلي دي. د سېف دي چلډرن مرستندويه سيلين ګاګنې وايي چي د دې او د همکارانو يې زړه غواړي چي له پناه غوښتونکو سره لا زياتي مرستي وکړي، خو امکانات يې نه لري.