د معروف اوسیدونکي د پاکستان له مداخلې سر ټکوي
۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبهمعروف د کندهار هغه ولسوالي ده، چي د کندهار ښار په يو سل او نوي کيلومتره پرته ده او له پاکستان سره اوږده پوله لري.
د دويچه ويله خبريال د يکشنبې په ورځ له دغه ولسوالۍ څخه ليدنه کړې او د خلکو سره ږغيدلی دی.
جلالزی ليکي چي، د معروف ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکو او ځايي حکومتي مامورين د پاکستاني مليشو له مداخلي څخه شکايت وکړ او زياته يې کړه چي که پاکستاني پوځيان له طالبانو سره همکاري و نه کړي نو هغوی په يوازي سر ولسوالۍ ته نسي را اوښتی.
د معروف دوو اوسيدونکو چي نه يي غوښتل نومونه يي خپاره سي دويچه ويله ته وويل چي طالبان له پاکستانيو مليشو له همکارۍ پرته هيڅ راز وړتيا نه لري.
« طالبان د پاکستانيو مليشو اوخاصه دار ځواکونو له همکارۍ پرته معروف ته نسي راتلای، موږ د پاکستان له مداخلو په تنګ سوي يو».
د معروف ولسوالي د کندهار له ارغستان ولسوالۍ او همدا راز د نا امنه زابل له اټغر ولسوالۍ سره ګډه پوله لري چي پاکستان هم ورسره په خوا کي پروت دی.
د معروف د پوليسو مشر دويچه ويله ته وويل، چي د دوی تر حاکميت لاندي سيمه هم د افغانستان د نورو هغو ولسواليو په څير د پاکستان له لاسه نا امنه ده چي د ملک په نورو برخو کي له دغه ګاونډي سره اوږده پوله لري.
قوماندان نادر خان وايي: « د دښمن څو ګروپونه دي چي د پاکستان په خاوره کي اوسيږي، د شپې له لوري زموږ پر سرحدي تاڼو بريدونه کوي».
د معروف ولسوالۍ له يو شمير خلکو سره په مرکو کي دا څرگنډه سوه چي د دغي سيمي ډيری اوسيدونکي د امنيتي ځواکونو له کړنو څخه خوښ دي.
په معروف ولسوالۍ کي دمګړی يوازي سرحدي او د عامه نظم پوليس ځای پر ځای دي.
د يادي ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني هم وويل، چي دوی د پاکستان د مداخلي په باب څو واري له مرکزي حکومت سره خبري کړي او دغه مسله يې د هغو تر غوږ ور رسولې خو داسي ښکاري چي تر اوسه په دغه برخه کي د کابل حکومت له اسلام آباد سره اړيکه نده نيولې.
« طالبان هر وخت د پاکستان له لاري را اوړي، دلته غلچکي حملې کوي، او بيرته د خپلي پناه له پاره پاکستان ته اوړي، هلته اوسيږي او د پاکستان سرحدي تاڼې او پوليس يې ملاتړ کوي».
کندهار چي د افغانستان په جنوب کي پروت دي له سياسي اړخه د جنوبي ولايتونو امنيت ور پوري تړلي دي.
اوس حکومت هڅه کوي چي د دغه ولايت هغو ولسواليو ته ملکي حکومت ولي ور پراخه کړي کومي چي تير کال د خونړيو نښتو په ترځ کي له طالبانو نيول سوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل