د معرفت ښوونځی په انځورونو کې
۴۵ کلن عزیز رویش د معرفت ښوونځي بنسټ ایښودونکی او په کابل ښار کې د دغه ښوونځي مشر دی. رویش د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې دیني زده کړې کړې دي او اوس د کابل په ابن سینا پوهنتون کې زده کړې کوي.
رویش د لومړی ځل له پاره په پاکستان کې د افغان کډوالو له پاره د معرفت ښوونځي بنسټ کیښود. د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته هغه کابل ته راغی او دغه ښوونخی یې همدلته جوړ کړ.
دغه ښوونخي د لومړي ځل له پاره په یو کور کې چې یوازې څلور خونې یې لرلې، جوړ کړ. په لومړي سر کې د دغه ښوونځي د زده کوونکو شمیر ۳۶ تنه وو، خو اوس یې شمیر ۴۰۰۰ تنو ته رسیدلی او ۲۶۰ تنه پکښې کار کوي.
عزیز رویش د معرفت ښوونځي جوړولو له پاره یوازې ۵۶۰ ډالره لرل خو اوس یوازې د دغه ښوونځي تجهیزات میلیونونو افغانیو ته رسیږي.
په معرفت ښوونځي د تدریس شیوه د نورو خصوصي ښوونځیو په پرتله ډیر متفاوت دی. د دې ښوونځي ۹۸ سلنه زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې د خبلې خوښې پوهنځیو ته کامیابیږي.
په معرفت ښوونځي کې د زده کوونکو استعدادونه کشفیږي او د هغه د ودې له پاره بیا تدابیر نیول کیږي.
د معرفت ښوونځي یوه بله ځانګړتیا چې له کبله یې هغه ډیر مشهوره شوی هم دی، په دې ښوونځي کې د زده کړو لوړ کیفیت دی. د دغه ښوونځي ښوونکي د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته د زده کړو له پاره ورځي.
رویش وايي چې تر اوسه پورې یې خپلو ښوونکو ته ۱۷۲ بورسونه برابر کړي دي.
د معرفت ښوونځی اوس د کابل اوسیدونکو تر منځ ډیر شهرت لري.
د معرفت ښوونځي پر ضد څو کاله وړاندې یو څخه مخالفتونه هم رامنځته شوي وو خو دغه مخالفتونه ډیر ژر له منځه ولاړل.