د مظاهرو په پنځمه ورځ هم څلور کسان ووژل شول
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهد لوگر ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې په دغه ولایت کې یو مظاهره کوونکی له هغه وروسته وژل شوی دئ چې غوښتل ئې د مظاهرو په ترڅ کې د ناټو اډې ته ننوځي. په دغه ولایت کې په سوونو مظاهره کوونکو پر امنیتي ځواکونو برید کړی دئ.
د لوگر ولایت په مظاهرو کې دوه تنه ټپيا شوي هم دي. د شنبې په ورځ د لوگر په گډون په کندز او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د قرآن شریف د سوځولو پر ضد مظاهرې شوي دي.
د کندز ولایت چارواکو ویلي دي چې په دغه ولایت کې هغه وخت لږ تر لږه درې مظاهر کوونکي ووژل شول چې غوښتل ئې د ملگرو ملتونو دفتر ته ننوځي.
د کندز د ولایت د روغتیا د وزارت مشر ویلي دي چې تر اوسه پورې په مظاهرو کې د درو کسانو د وژل کیدو او ۴۷ نور کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دئ. پېښه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر له خوا هم منل شوې ده.
د جمعې په ورځ د افغانستان په مظاهرو کې شاوخوا ۱۲ کسان ووژل شول. د جمعې ورځ په افغانستان کې د قرآن شریف د سوځولو پر وړاندې د مظاهرو تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د رپوټونو له مخې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بگرام په اډه کې د قرآن شریف په گډون یو شمیر دینې کتابونو ته اور ورته کړی دئ.
افغانانو د دغې پېښې پر وړاندې سختې مظاهرې وکړې چې په پایله کې ئې په لسگونه کسانه ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.
د پېښې په اړوند امریکايي چاراکو بخښنه غوښتې ده او ویلي دي دې دا کار په قصدي ډول نه دئ تر سره شوی.
مسعود جهش (آژانسونه)
کتونکی: سید ریاض