د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ په افغانستان کي هم لمانځل کيږي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۳, دوشنبهڅه ناڅه پنځه سوه عنوانه ورځپاڼي، اونيزي ،جريدې، مياشتنۍ، مجلې او فصلنامې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کي راجستر سوي. دوه ويشت خصوصي ټلويزيونونه او شاوخوا سل راډيويي څپې د ږغيزو او انځوريزو پروګرامونو په وړاندي کولوسره د افغانستان د مطبوعاتو په تاريخ کي يې يو بې مثاله بدلون رامنځ ته کړی.
دا چي د افغانستان په مطبوعاتو کي د ازادۍ ساه تر کمه حده موجوده ده، د هشت صبح د ورځپاڼي د امتياز خاوند سنجر سهيل وايي: د افغانستان مطبوعات د سيمي د هيوادونو او د هغو هيوادونو په پرتله چي د جګړې څخه وتلي د کميت له اړخه ډيره وده کړې ده. خو په خواشينۍ سره چي تر اوسه زموږ په رسنيو کي د کيفيت او منځ پانګي ستونزه موجوده ده او په خواشينۍ سره چې تر اوسه د پخوانيو سنتونو او روشونو پر بنسټ زموږ ځني رسنۍ په سياسي ډلو پورې تړلي دي، چي کولای سي په ځينو برخوکي د اطلاع رسولو ازاد بهير ته تاوان ورسي.
د ويسا ورځپاڼي مسوول چلوونکی ذبير شفيقي وايي: د بيان او د رسنيو ازادي تر يو ځايه سته خو په ځينو برخو کي د ګواښونو سره هم مخامخ ده.
سنجر سهيل وايي، چي له قانوني پلوه ډير محدوديتونه نلرو،د ورځپاڼي د چاپ د مخه او تر چاپ وروسته هم سانسور ندی موجود. خو د ځينو مذهبي، فرهنګي ،اعتقادي اوتاريخي سنتونو د شتون له امله په طبعي توګه رسنۍ سانسور ته اړتيا پيدا کوي.
هغه زياتوي : موږ په افغانستان کي د بيان ازادي لرو قانون هم لرو خو ستونزه دا ده چي له ژورناليستانو او مطبوعاتو څخه د ملاتړ ميکانيزمونه نلرو، ځکه نو په مطبوعاتو کي يوه ويره خپره ده او دا بيره د دې لامل ګرځيدلې چي مطبوعات په ځينو مواردو کي اصلي خبره ونکړي.
ذبير شفيقي وايي: د هيواد شرايط داسي دي چي د موجودو ګواښونو له امله رسنۍ د ځان سانسورولو ته اړايستل کيږي. هغه د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندي ځينو پرتو ستونزو او ګواښونو ته اشاره کوي او وايي چي: تر اوسه داسي کسان سته چي د هيواد په ځينو برخو کي د رسنيو د ازادۍ په وړاندي خنډونه پيښولای سي.
سږکال د مطبوعاتو نړيواله ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي،چي لا تر اوسه هم د رسنيو په وړاندې ګڼي ستونزي موجودي دي او په ځانګړي توګه خبريالان نه يوازي په جګړه ايزو سيمو، بلکي د ځينو دولتي چارواکو او امنيتي ځواکونو له ناوړه چلند او ګواښونو سره مخامخ کيږي.
کابل/ انور بری پال
کتونکی. زيارمل