1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مطبوعاتو آزادي له خطر سره مخامخ ده

الکساندر شولڅ۱۳۹۳ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د بې سرحده ژورناليستانو ټولني له خوا په نوي خپور شوي رپوټ کې چې په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادي وضعیت پکښې څیړل شوی، راغلي دي چې په۱۸۰ هیوادونو کې د رسنیو وضعیت نورهم بدورگی شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Ea9I
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د بې سرحده ژورنالستانو سازمان، د نړۍ د هیوادونو د « ۲۰۱۵م کال د مطبوعاتو د درجه بندۍ» په رپوټ کې ویلي دي چې د نړۍ د مطبوعاتو آزادۍ وضعیت د خرابیدو دليل په جنگي کې په قصدي توگه د رسینو ټکول او یا د هغو انحصار کول دی.

سر بیره پر دې ډیري دولتونه د خپلو ملي امنیتي گټو په نوم هڅه کوي چې د مطبوعاتو آزادي محدوده کړي.

د بې سرحده ژورناليستانو سازمان عامل مدیر، کریسیتان میهر وویل: «د مطبوعانو د آزادۍ د درجه بندی په لیست کی سږ کال وینو چې رښتیا هم د نړی د ۱۸۰ هیوادونو په ډيرو کې د ژورنالیستانو او د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره وضعیت نور هم خراب شوی دی. او دا د اندېښنې وړ یو تحول دی.»

د دغې څېړني اساس یو فورمه ده چې پکښې د ژورناليستان د کار د ټولو برخو په هکله پوښتنو ته ځواب موندل کیږي.

د بې سرحده ژورناليستان سازمان چې یوه غیر انتفاعي مؤسسه ده، اصلي مقر يې په فرانسه کې دی، دغه پوښتني د نړۍ په گوټ گوټ کې په سونو ژورناليستانو، کارپوهانو، حقوقپوهانو او د بشري حقونو مدافعانو او د ژورناليستانو شبکو ته استوي.

ملي امنیت د اختناق له پاره پلمه

یو شمیر دولتونه د مطبوعاتو په ازادیو کې خپله مداخله د خپل ملي امنیت د گټو د ساتلو په پلمه توجیه کوي. د بې سرحده ژورناليستانو عامل مدیر، کریستیان میهر وویل: «د بیلگې په توگه د اوکراین جنگ په وجه روسیې یو فشار راوړنکی قانون تصویب کړی چې د هغه له مخې دولت کولای شی هر هغه رسنی بنده کړې چې د خاروي بشپړتیا تر سوال لاندي راولي.» دوی غواړي په دې قانون سره د کریمیا نیمه ټاپو پر الحاق باندي د نیوکو مخه ونیسی.

په تایلند کې هم تر کودتا وروسته د «ملي امنیت ساتني» په نوم پر رسنیو او مطوعباتو باندي سانسورونه ولگول شول. دغه راز مصر هم په عین پلمه یو زیات شمیر خبریالان او ژرونالیستان بندیخانو ته واچول.

له خبریالانو سره زور زیاتی

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې له ژورنالیستانو سره زورزياتی کيږي. د بې سرحده ژورناليستانو سازمان په خپل رپوټ کې وایی: «ژورنالیستان تحقیر کیږي، هغوی ته گواښ کیږي، پر هغوی باندي حملې کیږي او حتی وژل کیږي، دا ځکه چې هغوی د ورځنیو پیښو او یا د مظاهرو او لاریوونو په هکله رپوټونه ورکوي.»

دغه سازمان وایی: «پر ځینو باندي هدفی حملی کیږي، څو د رپوټ ورکولو مخه ونیوله شي. دغه ډول اکثره زورزیاتی د پولیسو له خوا کیږي، لکه د ۲۰۱۴م کال په پیل کي، چې د اوکراین د میدان په احتجاج کې او یا په ترکیه کې د گيزي پارک په موضوع کې او یا په وینزویلا او هانگ کانگ کې.»

د دین او مذهب په نوم سانسور

د بې سرحده ژورنالیستانو په رپوټ کې هغو هیوادوتو ته هم اشاره شوې ده، چې «دین ته د سپکاوي» له قانون څخه په گټي سره سیاسی مخالفین ټکول کیږي: «چیري چې ژورنالیستان بل څه نه کوي پرته له دې چې د مذهبي شخړو په هکله رپوټ ورکوي، پر هغوی باندي تور لگول کیږي چې گويا د خلکو دیني احساست ژوبلوي.»

په دې هکله په خاصه توگه ځینو دولتونو، لکه سعودي عربستان ایران، کویت او هند ته اشاره شوی ده. په دغو هیوادونو کې په ۲۰۱۴م کال کې بلاگران او ژورنالیتسان بندیان شوي دي، ځکه هغوی د مذهبي ډلو او یا دولتي ارگانونو په هکله انتقاد کوونکي څرگندوني کړي دي.

د رسنیو د آزادیو پرمختگ او شاتگ

د ۲۰۱۵م کال د درجه بندۍ په لیست کې د هغو هیوادونو نومونه هم راغلي دي چې د رسنیو او مطبوعاتو آزادي پکښې ښه اویا ډير خرابه شوی ده. په دغه لیست «اندوراس» هغه هیواد ښودل شوی چې د اقتصادي گټو د خونډيتوب په وجه د نظر او بیان آزادي او د اعتماد وړ ژونالیستي منابعو باندې توره تیاره خپره ده.

په خاصه توگه بانکي قدرتونه او د هغوی شتمن مشتریان د رسنیو خپلواکتوب ته ستر خڼدونه پیدا کوي.

خو په دغه رپوټ کې مغلستان د هغو هیوادونو په کتار کې نیول شوی دی چې د بیان او مطبو عاتو آزادي پکښې ښه شوې ده. د دغه هیواد د شوروي د دورې دولتي رسنیو د ژورنالیستانو د آزاد فعالیت له پاره ښه زمینه برابره کړې ده.

د مطبوعاتو د آزادي مخکښ او بیرته پاته هیوادونه

د بې سرحده ژورنالیستانو د مطبوعاتي آزادۍ د درجه بندۍ په لیست کې لوړم مقام فینلند، ناروې او دنمارک تر لاسه کړی دی. په دغو هیوادونو کې دولتي معلوماتو ته د لاس رسي او د ژورنالیستانو د منابعو د ساتني له پاره نوي مقررات تصویب شوي دي.

په وروستۍ درجه بندۍ کي چې د خرابوالي څرگنده نښانه ده، حبشه، شمالي کوریا او ترکمنستان ځای لري. په دغو هیوادوونو کې دیکتاتوران رسنۍ په بشپړه توگه په خپل کنترول کې لري.