د مصر پوځ د اساسي قانون د بحران په موضوع کي داخل سوی دی
۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبهاعلان
د مصر پوځ د اساسي قانون د پلان سوي ریفراندم په موضوع کښي ځان ورداخل کړی دی. د مصر د دفاع وزیر او پوځ مشر عبدالفتاح السیسي، جمهور رئيس محمد مورسي او د اپوزیسون ټولي خواوي د بحران د له منځه وړلو په خاطر ډیالوګ او خبرو اترو ته رابللي دي. په دې وسیله پوځ بیرته خپل پخواني سیاسي موقف ته راوګرځېد، چي په مصر کښي په عنعنوي ډول سره د قدرت یو مهم مرکز وو. د ۲۰۱۱ م کال په فبروری کښي د حسني مبارک تر ليري کېدو وروسته، اول یوې نظامي شورا قدرت واخیست او هغه یې بیا د سږکال په دوبي کښي په بې علاقه ګۍ سره انتخاب سوي د اخوان المسلمين غړي محمد مرسي ته وسپاره په دې منځ کښي په قاهره کښي بیا د محمد مرسي په لس هاوو زره مخالفین او پلویان د احتجاجونو په خاطر سره راټول سوي دي.