د مصر په مذهبي شخړو کي ۲۴ تنه وژل سوي
۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبهد مصري رسنيو په حواله د دغو نښتو د کرارولو لپاره د قاهرې په ځينو سيمو کي د شپي پر گرځېدو باندي بنديز لگول سوی. د راپورونو له مخي دغه نښتي هغه وخت پيل سوې، چي قبطي عيسايانو تيره اونۍ د يوې کليسا د سوځيدو پر ضد د مصر د ملي تلويزون د ودانۍ مخي ته لاريون کاوه.
دغه عيسايانو پر سخت دريزه مسلمانانو د نوموړي کليسا د سوځولو تور لگولی دی.
شاوخوا ۲۰۰۰ تنه قبطي عيسايان سره راټول سوي ول، چي په سوله ييزه توګه لاريون وکړي، خو د ځايي اوسيدونکو، پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ نښتي پيل سوې. د پيښي په اړه نظرونه مختلف دی.
د مصر د ملي تلويزون د راپور له مخي مظاهره کوونکو پرهغو پوليسو، چي د تلويزون د ودانۍ ساتنه کوي ډبري اورولي او ډزي يې کړي.
د امنيتي سرچينو په حواله لاريون کوونکو پر دوو پوځي او شپږو شخصي موټرو سربيره يو سروس موټر ته هم اور اچولی.
خو داسي هم ويل سوي چي، کله چي د عيسايانو يو لوی شمير د قاهري په ماسپيرو څلور لاري کي د راټوليدو په حال کي ول نو پر دوی باندي نا معلومه کسانو بريد کړی، چي د هغي وروسته بيا د نښتو لړۍ پيل سوه.
د روغتيا وزارت د ارقامو پر اساس تر ۲۰۰ زيات کسان ټپيان سوي دي.
خو ځينو فعالينو بيا د انټرنيټي شبکو له لاري ليکلي، چي څو ملکي کسانو پر لاريون کوونکو او پوليسو باند بريد کړی.
رامي کمال، چا چي د دغه لاريون مشري پر غاړه لرله ويلي: « نامعلومو کسانو پر مظاهره کوونکو ډزي کړي.»
يو عيني شاهد ويلي دي، چي دوه پوځي موټره پرلاريون کوونکو د پاسه تير سول او ځان يي د لاريون کوونکو منځ ته ورساوه چي څو تنه يي ووژل.
دغه نښتي تر هغه وخت رواني وې تر څو چي د ښار په ځينو برخو کي د بنديز اعلان وسو.
د مصر د لومړي وزير، احسام شرف، لخوا د فيس بک په انټرنيټي صفحه کي خپرې سوي بياني کي د مصر له خلکو څخه غوښتي چي د افراطيت پر ضد يو موټي اوسي.
هغه خبرداری ورکړی، چي د مسلمانانو او عيسايانو تر منځ نفرت به د هيواد يواوالی له ګواښ سره مخامخ کړي.
د مصر د ملي تلويزون د راپور له مخي په پام کي ده، چي شرف به نن « دوشنبه » د کابينې په يوه غونډه کي د مسلمانانو او عيسايانو د مشرانو سره د دغي پيښي په اړه خبري وکړي.
په مصر کي دغه نوي مذهبي شخړي په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي د نومبر د مياشتي په ۲۸مه نيټه په دغه هيواد کي ټولټاکني تر سره کيږي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل