1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر په درو ښارونو کي بېړنی حالت اعلان سوی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17Sk7

د مصر جمهور رئيس محمد مرسي، تر خونړیو ناکررایو وروسته، چې پکې یو زیات شمیر کسان ووژل شول په درو ښارونو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. دغه بیړنۍ حالت د پورټ سعید، اسماعلیه او سویز په ښارونو کې اعلان شوی دی. ولسمشر محمد مرسي په خپله یوه تلویزوني بیانیه کې ویلي دي چې دغه اقدامات د تیرې شپې څخه د ۳۰ ورځو له پاره نافذ شوی او په ترڅ کې به يې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې بندیز وي. مرسي د خپلې دغې پریکړې له پاره د تیرو ورځو ناارامۍ په گوته کړي دي. هغه زیاته کړې ده که چیري ملت له گواښ سره مخامخ وي نو هغه باید داسې گامونه پورته کړي. په مصر کې د جمعې له ورځې راهيسي په ناارامیو کې ۵۱ تنه وژل شوي دي. د تاوتریخوالي د پیښو د رامنځته کیدو علت په پورټ سعید کې د المصري د فوټبال د لوبډلې د پلویانو ۲۱ کسانو ته د سزا د حکم د اورلو په تړاو وو. پر دغو کسانو تور وو چې د ۲۰۱۲م کال د فبروري د میاشتې پر اوله نیټه یې تر یوې لوبې وروسته د الاهلي د لوبډلې پر پلویانو برید کړی وو، چې پکښې ۷۴ تنه ووژل شول.