1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل فرمان لغو کړ

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16yii

د مصر ولسمشر محمد مرسي د شنبې په ماښام خپل ځانګړي واکونه بېرته ورکړل او د ناندريز فرمان د بېرته اخیستل کیدو خبر ورکړل شو. دغه خبره اسلامي عالم محمد سليم العوا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر خبرو وروسته وکړه. د جمهوري رياست له طرفه دغه خبره تاييد شوې نه ده. د اساسي قانون په سر ریفرندم يا ټولپوښتنه به سره له دې هم د پلان له مخې د دسمبر په ۱۵ مه نېټه تر سره شي. له هر اړخيزو واکونو څخه بېرته په شا کېدل د اپوزيسيون يا مخالفو ګوندونو يوه اساسي غوښتنه وه. د هغوی پلويانو د څو ورځو په ترڅ کې په قاهره کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخکې مظاهرې کولې.