1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر ستر مفتی له آلمان څخه مننه وکړه

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

احمد محمد الطیب د آلمان پارلمان ته د خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه چې ختیځ او لویدیځ هیوادونه په سوله کې سره ژوند وکړي. د الازهر پوهنتون شیخ او ستر امام چې په سني مسلمانان کې یو ډیر مهم بنسټ دی، اوس مهال په آلمان کې دی.

https://p.dw.com/p/1IE3D
انځور: Reuters

د هغه پیغام دا دی: اسلام د سولې دین دی او هغه کسان چې د دې دین په نامه وینې تویوي، ترهګر دي چې ډیر وړوکی اقلیت دی. هغوی له اسلام څخه یو بشپړ ناسم انځور وړاندې کوي.

دغه ۷۰ کلن سني دیني عالم د سه شنبې په شپه په برلین کې د سفیرانو، د آلمان د پارلمان استازو او د کلیسا د استازو پر وړاندې دغه خبرې وکړې.

الطیب له ۲۰۱۰ کال راهیسې د الازهر د مسجد امامت او د همدې پوهنتون مشري پر غاړه لري. هغه د معتدله، مدبر او بانفوذه دیني عالم بلل کیږي چې غواړي د اسلام یو بل اړخ نړیوالو ته وښيي. الطیب څو وارې وویل، هغه ادعاوې چې گنې اسلام د جګړې او شمشیر دین دی، ناسمې دي. هغه وايي چې قرآن کریم د اعتقاد مطلقه آزادي سړي ته زده کوي او په کې ښځې او نارینه سره برابر دي. هغه همداراز وایي چې مدارا د اسلام یو اصلي رکن دی.

الطیب: د داعش غړي ترهګر دي

دغه دیني عالم چې د سوربون په پوهنتون کې میلمه پروفیسور وو، ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د اسلام اصولو ته خیانت کوي. هغه په عین حال کې ټینګار کړی دی چې په لومړي سر کې پخپله مسلمانان د ترهګرۍ قربانیان دي. هغه ټينګار کړی: «یوازې همدا دلیل کافي دی چې ثابته کړي دا خبره غیر منطقي ده چې سړی ټول مسلمان له انسان وژونکو سره یو شان وبلي.»

په مصر کې هم له کلونو راهیسې ترهګرو بریدونه ترسره کړي او د دې هیواد حکومت د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.

دغه دیني عالم د ترهګرۍ پر وړاندې پر یوې ګډې او قاطعانه مبارزې باندې ټینګار کړي دی. هغه همداراز د دینونو تر منځ پر دیالوګ باندې هم ټینګار کړی: «راځئ چې سره یوځای یو نوی پړاو پیل کړو او په دې ترتیب سره د مهاجرت او وینې تویدو بهیر ته د پای ټکی کیږدو.»

هغه همداراز د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل څخه د کډوالو په اړه د هغې د سیاست له کبله مننه وکړه.

د آلمان د پارلمان رییس نوربرت لامرت، د شیخ الطیب هڅې وستایلي او ټینګار یې وکړ چې په دغو خبرو اترو کې باید یهودان هم ونډه ولري. هغه زیاته کړه: «یوازې تر دې وروسته موږ کولای شو چې سوله راولو او ویې ساتو.»

الطیب همداراز په اروپا کې له میشتو مسلمانانو څخه هم وغوښتل چې د هغو هیوادونو ارزښتونه وپالي چې دوی په کې اوسي.

نوموړی امام به د چهار شنبې په ورځ د دینونو د سولې په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي. ویل شوي دي چې تر دې وروسته به هغه واتیکان ته سفر وکړي. لا تر اوسه پورې واتیکان ته د هغه سفر تایید شوی نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب