1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د کړکیچ د حل له پاره هلې ځلې

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

له دیپلوماتیکو لارو د مصر د سیاسي کړکیچ د ختمولو هڅې ادامه لري. په داسې حال کې چې وضعه لا هم ترینګلې پاتې ده، ځیني بیا جوړ جاړي ته د چمتووالي د لومړنیو نښو نښانو په اړه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/19JUU
انځور: picture-alliance/AP

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال ویلیم برنز د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) د ګوښه کړای شوي ولسمشر د پلویانو او همداشان له حکومتي چارواکو سره د مصر سیاسي کړکیچ د ختمولو د هڅو په ترڅ کې ولیدل.

له ویلیم برنز سره تر لیدنې کتنې وروسته د مصر د موقتې ادارې د بهرنیو چارو وزیر نبیل فهمي، د مرسي د پلویانو د احتجاجي کمپ د منحلولو له پاره د حکومت خبرداری کومه مهمه مسله و نه ګڼله.

هغه وویل که څه هم حکومت د دغه کمپ ختمولو ته ژمن دی، حتی خو که چیری کومه بله لاره موجوده هم نه وي، دوی له زور څخه کار اخیستلو ته کومه لیوالتیا نه لري.

هغه له اخوان المسلمین سره د حکومت د ګډ کار لیوالتیا پر سر هم ټينګار وکړ. فهیمي په قاهره کې یوې خبري غونډې ته وویل: « ټولو سیاسي قوتونو ته د ګډون له پاره بلنه شوې ده. د اخوان المسلمین په شمول هر چا ته دروازه پرانیستې ده چې په دغه [سیاسي] پروسه کې برخه واخلي.»

خو په عین وخت کې د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د آزادیدو له پاره د چمتووالي کومې نښې نښانې نه لیدل کیږي. د جولای د میاشتې په دریمه نیټه د پوځ له خوا له قدرت څخه تر ګوښه کیدو وروسته محمد مرسي په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي.

له بل پلوه اخوان المسلمین هم د مرسي د راخلاصیدو او بیرته واک ته د هغه رسیدو پرته له بل څه سره لیوالتیا نه لري.

د اخوان المسلمین ګوند ویاند طارق الملط، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د نوموړي ګوند استازو له ویلیم برنز او د اروپایي ټولنې استازي بېرنادینو لیون، ته د لیدنې کتنې پر وخت ویلي دي چې دوی د جون د میاشتې پر دیرشمه نیټه د تر سره شوو لاریونونو په ترڅ کې د خلکو غوښتنو ته احترام لري، خو لازمه نه وه چې په پوځي کودتا لاس پورې شوی وای.

په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ په خبرو اترو کې د پرمختګ کومې نښې نښانې نه لیدل کيږي، خو د اسوشیتد پرېس خبري آژانس د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي دي، چې برنز پریکړه کړې ده چې خپل سفر یوه ورځ نور هم وغځوي، تر څو د مصر د وسلوال پوځ له مشر عبدالفتاح السیسي سره د یکشنبې په ورځ ملاقات وکولای شي.

نوموړي خبري آژانس د مرسي د پلویانو له قوله هم ویلي دي چې هغوی غواړي له برنز سره د یکشنبې په ورځ بیا وویني.