1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر ټاکنې ښايي دویم پړاو ته وغځیږي

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه

په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي دویم پړاو ته وغځیږي. د غیرې رسمي پایلو له مخې ښايي د ټاکنو دویم بړاو د اخوان المسلمین د نوماند او د مبارک د رژیم د صدراعظم تر منځ وي.

https://p.dw.com/p/152sU
انځور: dapd

د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ غیرې رسمي پایلې ښیې چې په دغه ټاکنو کې لا هم کوم کاندید واضحه اکثریت نه دئ تر لاسه کړی او په دویم پړاو کې رای ورکوونکي به د دوو نوماندو تر منځ سیالې کې خپل د خوښې نوماند ته رایې ورکړي. دغه ټاکنې د جون په میاشت کې تر سره کیږي.

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړۍ پړاو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو تر سره شو. په دغه ټاکنو کې د اخوان المسلمین گوند د بریا ادعا کوي او وایي چې د دوی نوماند محمد مرسي په لومړني پړاو کې تر ټولو وړاندی دئ.

خو د اسلامي غورځنگ یوه تن چارواکي ویلي دي چې په دغه ټاکنو کې مرسي ۲۵ سلنه رایې خپلې کړي دي. د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم مخکښ نوماند د حسني مبارک د رژیم وروستی صدراعظم احمد شفیق، دئ. د راپورونو له مخې هغه ۲۳ سلنه رایې خپلې کړي دي. پر دې سربیره حمدین سباهي بیا ۲۲ سلنه رایې گټلي دي. خو لا تر اوسه پورې رسمي پایلې نه دي اعلان شوي او ښایې چې تر یکشنبې پورې اعلان شي.

غیرې مستقیم ملاتړ

مرسي په غیر مستقیمه توگه په خپل کمپاین کې هغه وخت زیات ملاتړ تر لاسه کړ چې د تیرې جمعې په ورځ د یوه بل اسلامي گوند نوماند مونیب ابوالفتوح، پر رایې ورکوونکو باندې غږ وکړ چې « له اختلاس گر» دولت سره مقابله وکړي. که څه هم هغه په مستقیمه توگه د چا نوم یاد نه کړ خو د هغه اشاره په واضحه توگه د حسني مبارک د رژیم د وخت صدارعظم ته وه.

اخوان المسلمین چې د حسني مبارک د رژیم پر وخت پرې بندیز لگول شوی وو اوس د مصر په سیاسي ډگر کې وتلی ځای لري. دغه ډله د مصر په پارلمان کې د نیمایي څخه زیاتې څوکې لري.

د اخوان المسلمین ډلې تر خپلې بریا وروسته د دې ژمنه کړې وه چې د درغلیو پر وړاندې به خپله مبارزه کوي او په هیواد کې به تر زیات حده پورې اسلامي شرعي قانون نافذوي چې دغه کار په مصر کې د اعتدال خوښوونکو مسلمانانو، د سیکولارو د عیسوي لږکیو په منځ کې اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې په دې معنی هم دي چې دا به د ملکي دولت د جوړیدو له پاره وروستی گام وي. په دې هیواد کې د ۲۰۱۱م کال د فیبروري د میاشتې راهیسې د دولت واک د پوځي شوری په لاس کې دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش