1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د خونړیو پیښو پر وړاندې نړیوالې اندیښنې

دویچه ویله، آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۲ مرداد ۶, یکشنبه

په مصر کې د زور زیاتیو وروستیو خونړیو پیښو چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسان وژل شوي دي، په ټوله نړۍ کې اندیښنې راپارولې دي. د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي، پلویانو خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/19FOr
انځور: picture-alliance/dpa

نړیوالو سیاستوالو د هغو رپوټونو په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه چې وایي د مصر امنیتي ځواکونو د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو پر ضد له خونړیو زور زیاتیو څخه کار اخیستې دی. هغوی د مصر په ټولو سیاسي اړخونو غږ کړی دی، چې له زغم څخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په مصر کې زور زیاتې وغانده او پر انتقالي حکومت یې غږ وکړ چې «له مظاهره کوونکو سره د سوله ییز چلند له پاره په پوره مسوولیت عمل وکړي.» بان د مصر له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو، د مظاهرو او اجتماعاتو د ازادۍ حق خوندي وساتي. په عین وخت کې هغه له احتجاج کوونکو څخه هم وغوښتل چې په سوله ییزه توګه خپلې غوښتنې څرګندې کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله پر مصري چارواکو غږ وکړ چې «سوله ییزو مظاهرو ته اجازه ورکړي او د زور زیاتیو د لمن د پراخیدو د مخنیوي له پاره دې له خپل ټول توان څخه کار واخلي.» د لیبرال دیموکرات ګوند نوموړي سیاستوال یادونه وکړه: «یوازې د دیالوګ له لارې د مصر راتلونکې خوندي پاتې کیدای شي، نه د زور زیاتیو له لارې.»

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاترین آشتون د مصر د تحولاتو په هکله «ژوره خواشیني» څرګنده کړې ده او د مصر پر انتقالي واکمنانو یې غږ کړی دی چې د «سوله ییزو او له نظم څخه برخه منو مظاهرو» له پاره دې لاره اواره کړي. د شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې وینا کې آشتون له دواړو خواو څخه د صبر او زغم نه د کار اخیستنې غوښتنه وکړه.

بل لور ته د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ، هم هغه څه غندلي دي چې هغه په مصر کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې له قوې څخه د کار اخیستو په نامه یاد کړی دی.
د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر د مصر له چارواکو وغوښتل چې هغوی دې په سوله ییزه توګه د ترسره کیدونکو لاریونونو د حقوقو درناوی وکړي.

فرانسی هم په خپل وار سره له دواړو اړخونو څخه غوښتنه کړې ده چی د یو بل پر وړاندی له زغم څخه کار واخلي او د یوه سوله ییز حل په لټه کي شي.

د مصر په پلازمېنې قاهره کې د شنبی په ورځ د امنیتي ځواکونو له لورې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي، د پلویانو پرضد په اقداماتو او نښته کې لږ تر لږه ۷۲ تنه ووژل شول.

دا خبر د مصر د روغتیا د وزارت په حواله خپور شوی دی. د دغه وزارت په حواله د هیواد په دویم مهم ښار سکندریه کې د اخ او ډب په پایله کې هم ۹ تنه وژل شوي دي.

په دې توګه د شنبی په ورځ په مصر کې د زور زیاتیو په مختلفو پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۸۱ تنو ته رسیدلی دی.

له بلې خوا امریکا متحده ایالاتو هم په مصر کې د زور زیاتيو د روانو پيښو په اړه خپله اندیښنه ښوولې ده. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې مصر اوس په یوه حساس وخت کې قرار لري.

کیري زیاته کړه:« دوه کاله وړاندی په مصر کې انقلاب پيل شوې وو. د هغه پایلی به څه وي تر اوسه معلومه نه ده، خو هغه څه چې اوس روان دي هغه به پر راتلونکو پایلو ضرور خپلي اغیزې ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ویلي دي چې د مصر حکومت ته په کار دي چې هغه دې د خلکو د آزادو مظاهرو او د خپل نظر څرګندولو حق ته درناوی وکړي: «زورزیاتی نه یوازې دا چې د هیواد جمهوریت ته زیان رسوي، بلکې هغه به د سیمي پر ثبات هم منفي اغیز ولري.»