1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر اپوزيسيون ټاکنو کي د درغليو خبره کوي

نسيم صابر(پيتر شتفي)۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه

په مصر کې د اساسي قانون پر سر د ټولنپوښتنې له دوهم پړاو څخه وروسته اپوزيسيون د درغليو تور لګولی دی. د غير رسمي ارقامو له مخې نوی اساسي قانون د رايو اکثريت تر لاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/178UA
انځور: AP

د «ملي ژغورنې جبهه»، چې د مخالفو ډلو او ګوندونو يو عمومي سازمان دی، په لويه څارنوالۍ او د ټاکنو په کميسيون کې د مشکوکو درغليو له امله شکايت کړی دی چې په هکله يې يوه څېړنه هم غوښتې ده.

د ملي ژغورنې جبهې خپل موقف په دې ډول څرګند کړی دی: «د ټولپوښتنې پايلې ځکه اوس لا معلومې دي چې درغلۍ، حقوقي سرغړوني او غلط مديريت ډېر وو. ټولپوښتنه د مصر د راتلونکې په اړه په مبارزه کې وروستۍ مرحله نه وه. موږ به پرې نږدو چې د مصر هويت دې بدلون ومومي او موږ به د زورواکۍ دورې ته بيا ستنيږو.» د نوموړي جبهې يوه مخکښه څېره، حمدين صباحي، وايي:

«موږ په ګډه دا مسئوليت درک کوو چې د دغه اساسي قانون مخه بايد په ټولو امکاناتو سره ونيسو. داسې يو اساسي قانون د مصريانو لايق نه دی.»

د اخوان المسلمين د اسلامپالو د څرګندونو له مخې، چې مرسي هم ورپورې اړه لري، د ټولپوښتنې په دوهم پړاو کې ۷۱ سلنه رايه اچوونکو د نوي اساسي قانون په حق کې رايه ورکړې ده. تقريباً۳۰ په سلو کې اتباعو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده. داسې هم ويل شوي دي چې د تېرې شنبې د لومړي پړاو د پايلو سره يو ځای ټول ټال ۶۴ سلنه خلکو د اساسي قانون د مسودې په حق کې رايه ورکړې ده.

اخوان المسلمين ګوند د مصر له اتباعو څخه د نوي اساسي قانون د منلو له کبله مننه وکړه. د «آرادی او عدالت ګوند»، چې د اخوان المسلمين سياسي بازو دی، څرګنده کړه، چې دغه اساسي قانون کېدای شي داسې يو «تاريخي فرصت» وي چې په مرسته به يې د اختلافونو مخه ونيول شي او داسې يو ديالوګ پيل شي چې موخه يې د ثبات راوستل وي.

تر اوسه البته، د اساسي قانون نوي مسودې، برعکس تاثيرات درلودلي دي او د مذهبي او سېکولر ډلو تر منځ يې درز لا ژور کړی دی. ليبرالان، کيڼ اړخي، عيسويان او نور انتقاد کوونکي نيوکه کوي چې د اساسي قانون په کمېسيون کې د اسلامپالو له خوا راوړل شوی اساسي قانون اسلامي شريعت ته ډېر ځای ورکوي. مدني حقوق او آزادي د دوی په خبره خوندي نه دي. په تېرو اوونيو کې د ټولپوښتنې او د مرسي د سياست پر ضد د اپوزيسيون له خوا پراخ لاريونونه تر سره شوي ول. په نښتو کې لږ تر لږه لس انسانان وژل شوي دی او تر زرو زيات ژوبل شوي هم دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېسترويله د مصر د وضعې په اړه اندېښنه څرګنده کړه: «نوی اساسي قانون هغه مهال عموميت مومي، چې د هغه د منل کېدو بهير پرته له شکونو تر سره شي. د درغليو په هکله تورونه بايد ژر تر ژره، په شفاف او جدي ډول وڅېړل شي.»

دغه غوښتنې وېسترويله په برلين کې مطرح کړې. سربېره پر دې يې په کړکېچ کې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې: «د سړک په سر زور نه، بلکې د زغم او انډول روحيه بايد هغه لوری تعيين کړي چې نوی مصر به ورته مخه کوي.»