1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر اپوزيسيون د نورو لاريونونو ږغ کړی دی

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه

د مصر اپوزیسیون پر مصریانو باندي ږغ کړی دی، چې د اساسي قانون د مسودې په اړه د ترسره کیدونکي ټولپوښتنې پر ضد د سه شنبې د ورځې په لاریونونو کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/16zGU
انځور: Gianluigi Guercia/AFP/Getty Images

د اپوزیسیون له لوري د لاریونونو د تر سره کولو دغه نوی اعلان له هغه وروسته کیږي چې د مصر ولسمشر د خپل قدرت د غځولو په اړه فرمانونه بیرته لغوه کړل.

د ملي ژغورني په نوم د ائتلاف له لوري د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر ۹) په یوه خبره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ائتلاف د ولسمشر محمد مرسي له لوري د خپل واک د غځولو د فرمانونو د لغوه کولو په غبرگون کې غونډه تر سره کړې ده.

دغه فرمان قانون جوړونکي شورا چې افراطي اسلامستان پکښې مسلط دي، له قضایي قوې څخه ژغوري. قانون جوړونکي شورا د اساسي قانون مسوده هم جوړه کړې ده، چې په وړاندي یې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې تر سره شوې.

یو شمیر کسان بیا د شنبې د ورځې فرمان چې د ولسمشر د واک غځیدل په کې لغوه شوي دي د سمي پر لور یو اغیزناکه گام بولي، خو په دغه فرمان کې بیا د اپوزیسیون یوه بله اساسي غوښتنه چې د دسمبر د میاشتې پر پنځلسمه نېټه د تر سره کیدونکي ریفرندم یا ټولپوښتنې لغوه کول وو، نه ده منل شوې.

د ملي ژغورنې په نوم د ائتلاف له لوري بیانیه کې چې په قاهره کې په يوه خبري غونډه کي ولوستل شوه راغلي دي: «موږ د دغه اساسي قانون مسوده نه منو، ځکه چې دا د مصر د خلکو استازیتوب نه کوي. موږ دغه ټولپوښتنه ردوو، چې په ښکاره توگه به د لا ویشل کیدو او بغاوت سبب وگرځي.»

په دغه بیانیه کې دا غوښتنه هم شامله وه چې د ټول هیواد په کچه د سه شنبې په ورځ په لاریونونو کې برخه واخلي.

د نوو لاریونونو د ترسره کولو پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې د اپوزیسیونو یو شمیر استازو د یکشنبې د ورځې د غوڼدي تر مخه ویلي وو، چې د ولسمشر محمد مرسي له لوري د تیرې میاشتي د خپل واک د غځولو د فرمان بیرته اخیستل کفایت نه کوي.

د اپوزیسیون یو مخکښ سیاستوال محمد البراداعي د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې په خپل پیغام کې لیکلي: «موږ به یو داسي اساسي قانون رامنځته ته کړو، چې په هغه کې زموږ حقونه او آزادي خوندي وي.»

د «اپریل د شپږمي» په نوم د ځوانانو غورځنگ چې د اپوزیسیون یوه بله ډله ده په خپله بیانه کې ویلي دي: «موږ د نوي اساسي قانون مسوده په بشپړه توگه ردوو. دغه مسوده د یوه داسې اساسي قانون ساتنه کوي چې د اخوان المسلمین له لوري تائید شوی دی.» دغه غورځنگ په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده چې موږ به خپلو لاریونونو ته تر هغه وخته پوري ادامه ورکړو چې د اساسي قانون د مسودې په اړه تر سره کیدونکي ټولپوښتنه لغوه نه شي.

خو یو شمیر ډلي دا غوښتنه هم کوي چې د اساسي قانون په اړه دي ریفرندم د یوې مودې له پاره وځنډول شي، تر څو د اپوزیسیون سیاستوالو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د ریفرندم تر مخه د دغه مسودې په اړه یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

په عین وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي، چې د اخوان المسلمین گوند غواړي چې د سه شنبې په ورځ لاریون تر سره کړي. دغه خبر د فرانسې خبري آژانس خبریال د نوموړي گوند د ویاند له قوله ورکړی دی. زیاته شوې ده چې دغه لاریون به د اساسي قانون څخه د ملاتړ په تړاو تر سره شي.

Reuters, dpa, AFP/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل