د مشهورو کسانو ودونه
تر ټولو ستر ودونه يوازي په مشهورو او سلطنتي کورنيو کي وي. خو دا تر واده وروسته د دوی ترمنځ د «دوامداره ژوند» تضمين نه دئ، دا بې تفاوته ده چي واده څرنگه وي.
اليزابت او فليپ
د بريتانيا ملکه له ۱۳ کلنۍ څخه پر خپل راتلونکي مېړه مينه وه. په ۱۹۴۷م کال د هغوی د واده خبر د تلويزيون تر ټولو مهم خبر وو.
ديانا او چارلز
د ديانا او چارلز واده په نړۍ کي نژدې ۷۵۰ ميليونو انسانانو په تلويزيون کي وکوت. دوی په ۱۹۸۲م کال کي واده وکړ دوه اولاده يې پيدا سول او په ۱۹۹۲م کال کي سره جلا سول. ويل کيده چي چارلز له بلي نجلۍ سره مينه لرله. دغه خبر د بريتانيا د سلطنتي کورنۍ له پاره ډېر دروند تمام سو.
کيت او ويليام
د ديانا او چارلز د بېلتون تر ترخه خبر وروسته په ۲۰۱۱م کال د بريتانيا په سلطنتي کورنۍ کي يووار د خوشحالۍ خبر خپور سو. هغه داوو چي ويليام او کيت يو پر بل باندي مينان سوي. دوی بيا وروسته واده وکړ او اوس دوه زامن لري.
زيلويا او کارل گوستاف
د ۱۹۷۲م کال د المپيک په دوبنيو لوبو کي زيلويا د سويډن له وليعهد سره وپيژندل. دوی بیا په ۱۹۷۶م کال کي واده وکړ. ډېر آلمانان خوښل ول چي دوی هم اوس يوه ملکه لري، خو هغه سويډنۍ سوه.
ويکتوريا او دانيل
په ۲۰۱۰م کال کي د سويډ شازادگۍ له خپل شخصي مربي دانيل وستلينگ سره واده وکړ. په لومړی سره کي د هغه خسر کارل گوستاوف خوښ نه وو او سويډنيانو هم هغه ته د شک په سترگه کتل خو وروسته دی ډېر ژر د سلطنتي کورنۍ په يوه محبوب کس بدل سو.
گارسيا او راينز
په ۱۹۵۶م کال کي د موناکو د شازاده گارسيا پاتريشيا او د امريکا سيمنا د ستوري گريس کلی واده نژدې ۳۰ ميليونو انسانانو په تلويزيون کي وکوت. دوی بيا وروسته پخپل ژوند کي سره خوشحاله نه ول. دوی درې اولاده لرل او گريس کلي بيا په ۱۹۸۲م کال کي په يوه ترافيکي پيښه کي مړه سوه.
شارلين او آلبرت
د موناکو اوسنی شازاده او رينيه په ۲۰۱۱م کال کي واده وکړ. شازاده تر شارلين ۲۰ کاله مشر دئ. خو دوی په خپل ژوند کي سره خوشحاله دي. په ۲۰۱۴م کال کي ئې غبرگولي ماشومان نړۍ ته راغلل.
مارلین وجوی
مرلين او د بيسبال لوبغاړي جوی په ۱۹۵۴م کال کي واده وکړ. د دوی د واده عمر ډېر لنډ وو. جوی په محرمانه توگه خپل ډاکتر ته ويلي ول: «هغه د خوب په کټ کي داسي ده لکه په نړۍ کي چي بل څوک نه وي. دوی تر بېلتون وروسته هم يو له بل سره مينه لرله.
ليتيسيا او فليپه
په ۲۰۰۴م کال کي وليعهد د تلويزيون له وياندي ليتيسيا سره واده وکړ. وروسته روښانه سوه چي دغي وياندي مخکي واده کړی وو. خو دوی دې ته پام ونه کړ او واده ئې وکړ. ويل کيږي چي دوی تر اوسه پوري په خپل ژوند کي خوشحاله دي.
امل او جورج
مدافع وکيلي امل او د هاليوډ سينما ستوري جورج په ۲۰۱۴م کال واده وکړ. خو په دې وروستيو کي ويل کيږي چي يوه ورځ امل جورج په دې سبب له خوني دباندي وشاړه چي دی په خوب کي ډېر خورس کوي. ليکونکې: سيلکه ونش