د مشرف مخالف ګوندونه: د ديکتاتورۍ ريښې به ور وباسو
۱۳۸۶ اسفند ۱, چهارشنبهاعلان
د پاکستان اپوزيسيون وويل، هدف دادی چي پاکستان د تل دپاره له ديکتاتورۍ څخه خلاص سي. د پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو د خلګو او د نواز شريف په مشرۍ ګوندونو ويلي دي، چي غواړي په ګډه نوی حکومت جوړ کړي.
د خلګو د ګوند مشره او پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو دوې مياشتي دمخه په راولپنډۍ کي د انتخاباتي مبارزې په يوه کمپاين کي ووژل سوه. د پاکستان د اپوزيسيون تر ټولو لويو دوو ګوندونو، په پارلماني ټاکنو کي، چي ددوشنبې په ورځ تر سره سوې شاوخوا شپېته په سلو کي رايي ګټلي دي.